The news is by your side.

یوې جوړې د خپلې کوژدې لګښت د کورنا ضد کمپاین ته ورکړ

 

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې یوې پیغلي او ځوان د خپل واده لګښت چې یو سل او شل زره افغانۍ ټاکل شوی وو، د کرونا ضد مبارزې ته ډالۍ کړ.

کرونا ناروغي که څه هم دایکندي کې هغسي چې د ملک په نورو ولایتونو کې پراخه شوي زوروره نه ده خو دغه جوړه وايي چې وقایوي ګامونه ډیر مهم او ژغورونکي دي.

د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحق علي  پر وینا چې د دې ولایت د ښار جوړونې رییسې راضیې الفت او ولایت کې د یوه ساختماني شرکت مسوول محمد بشیر د خپلې کوژدي لګښټونه د روغتیايي چارو لپاره ورکړي دي.

درمان وايي، دغو دوو مینانو په اوسنیو بحراني شرایطو کې د خپلې کوژدي لپاره ځانګړې کړې ۱۰۰ زره افغانۍ روغتیايي توکي، مواد او له کورنا ویروس نه د مخنیوي په غرض روغتیايي بنډلونه اخيستي او د عامې روغتیا ریاست ته یې ډالۍ کړي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې دغه روغتیايي مواد به د مینانو په خوښه د ګرځند روغتیايي ټیمونو له خوا د دایکندي په ولسوالیو او کلیو کې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

راضیه الفت او محمد بشیر بېګزاد د خپل دغه کار موخه د زیانمنو کسانو خوندیتوب او د ټولنې له بې‌وزلانو ملاتړ وښود او زیاته یې کړه چې دایکندي د هېواد له بې‌وزله ولایتونو ګڼل کېږي او ډېری وګړي یې د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

راضیې الفت ویلي چې د شیریني خوري او کوژدې د مراسمو لګښتونه یې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ کېږي خو دوی د بې‌ځایه مصرفولو په ځای په دغو پيسو ۱۴۰ بنډله روغتیايي مواد چمتو کړي چې له ډلې یې ۱۰۰ بنډلونه په دایکندي او ۴۰ نور په بامیانو ولایت کې روغتیايي ادارو ته سپارلي ترڅو اړمنو کسانو ته یې ووېشي.

دغه ځوانه جوړه په هېواد کې له ټولو ځوانانو او نورو کوژدنو جوړو غوښتنه کوي چې د غونډو او محفلونو له جوړولو ډډه وکړي او په ځای یې لګښتونه د کورونا ویروس له خپرېدو نه په مخنیوي ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دایکندي کې دا مهال  ۸کسان په کورونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې یو کس روغ شوی او یوه هم  مړ شوی دی.

افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې را رواني دوه اونۍ به د افغانستان لپاره ډیري خطرناکي وي.

د وزارت په خبره چې خلک باید کورونو کې پاتي شي او دا مسله بي حده زیاته جدي وګڼي.

وزارت اندیښنه ښولي چې که چیرته خلک صادقانه او مسولانه همکاري و نه کړي حالات به له کنټروله ووزي.

میرویس جلالزی

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.