The news is by your side.

طالب مشران د لویو جرمونو طالب بندیانو ازادول غواړي

خبریال وېب پاڼه/ په ارګ کې یو شمېر سرچينو خبریال ډاټ کام ته ويلي چې طالبان د کابل زنبق څلورلارې خونړي برید کې د لاس لرونکي کس پر خوشې کېدو ټینګار کوي.

د دغې سرچینې په وینا د زنبق څلور لارې برید کې د ښکېل کس نوم د طالبانو د خوشې کېدونکو زندانیانو په لېست کې دی او دوی غواړي چې هغه له زندانه وباسي.

د ١٣٩٦ه ش کال د تلې په میاشت کې چې د روژې میاشت هم وه، د طالبانو له لوري د کابل زنبق څلورلارې کې د یوې ځواکمنې موټربم چاودنې په پایله کې شاوخوا ١٥٠ تنه ووژل شول او له ٤٠٠ زیات ټپیان شول.

افغان حکومت له هغه وروسته اعلان وکړ چې دا برید د حقاني شبکې لخوا له پولې ها خوا پاکستان کې طرحه شوی دی.

افغان حکومت تر برید کابو یو کال وروسته په ١٣٩٧ه ش کال کې اعلان وکړ چې ددې برید په تړاو يې درې تنه نیولي دي.

سرچینه دا هم وایي چې حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې د جګړې لیکو ته د دوی د بېرته نه ستنېدو شرط ایښی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو هېڅ ژمنتیا نه ده ښودلې.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو په بدل کې طالبانو پر افغان حکومت د خپلو بندیانو د ازادولو شرط ایښی.

افغان حکومت د طالبانو سلګونه بندیان ازاد کړي او په همدې توګه طالبانو بیا کم شمېر د افغان حکومت بندیان چې زیات شمېر یې ملکیان دي ازاد کړي دي.

یو شمېر طالبانو چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې ډېر خونړي بریدونه ترسره کړي او په زرګونه افغان ملکیان یې وژلي، اوس مهال د افغان حکومت په بند کې دي، چې طالب مشران یې د بشر حقونو او ترهګرۍ سره پر مبارزې د نړیوالو اصولو خلاف په ډېره سپین سترګۍ د ازادولو ټینګار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.