کندهاریان د پاکستان سبزۍ پر ځای خپله سبزي پلوري
خبریال وېب پاڼه/ كندهاريان د پاكستان خوسا شويو تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه كورونو ته وړي.
کندهار کې سږکال ۳۷ سوداګریزې شنې خونې رغول شوي دي.
كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنو خونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې د سبو کرکېله وکړي او د هېواد نورو ولايتونو ته هم سابه او ترکارۍ صادر کړي.
د كندهار د بزګرو د خولې خبره ده چې پخوا به یې سابه د ژمي په موسم كې له كوټې او چمن څخه را وړل، خو اوس دغه واردات بند شوي دي.
كندهاريان وايي، خوشاله دي چې اوس د پاكستان خوسا شويو تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه كورونو ته وړي.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د نورو وړو شنو خونو ترڅنګ سږ کال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۷ سوداګریزې شنې خونې هم جوړې شوي دي، چې د بزګرانو په عوایدو کې مثبتې اغېزې لري.
د کندهار اوسیدونکي خوشاله دي، چې هېواد يې د سبو په برخه كې د بسيا كېدو پر خوا روان دي.
دوی وایي مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور وو، چې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنو خونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د کندهاریانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري.
دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.