The news is by your side.

ولسمشر: له بېوزلو سره مرسته کوو

خبریال وېب پاڼه/ارګ په خپل تازه بیان کې ویلي چې حکومت به په اړمنو او بېوزلو کورنیو باندې مرستې ووېشي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې ویلي دي چې ولسمشر غني د کابل ښار د ناحیو له وکیلانو سره غږېدلی او دوی ته یې ډاډ ورکړی چې له بېوزلو سره به مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د جوړې کمېټې هغه کار ناندیز شو چې بېوزلو ته یې څلور نیمې کیلو غنم وېشلي وو. که څه هم د دغې کمېټې مشر ویلي وو چې دا یوه آزماشتي پروسه وه او زیاته کړې یې وه چې له بېوزلو سره به نورې مرستې هم کوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ورباندې سختې نیوکې وشوې.

د کرونا له امله په لویو ښارونو او ولایتونو کې د ګرځبندیز له امله بېوزله کورنۍ له خورا بد حالت سره مخ دي.

افغانستان یو بېوزله او فقیر هېواد دی چې ډېری اړتیاوې یې له بهرنیو مرستو او وارداتو څخه پوره کېږي. د کرونا وبا په خپرېدو سره د خلکو اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي. د دغې وبا په خپرېدو سره افغانستان له اقتصادي اړخه په ملیونونه ډالره زیان ولید چې دې حالت په بازار او مارکېټونو باندې هم ژور اغېز وشینده. د اقتصاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو په بیو کې تر اوسه ۲۰ سلنه لوړووالی راغلی چې دې حالت د خلکو ژوند د بېوزلۍ او فقر په لور بېولی دی.

نړیوال که څه هم په لویه کې په د کرونا له امله په خپلو غمونو کې ښکېل دي خو بیا هم تر دې مهاله له افغانستان سره د څه د پاسه ۲۵۰ میلونه ډالرو مرستې اعلان شوی دی، چې په دې کې لویه برخه د نړیوال بانک او اروپایي ټولنې لخوا اعلان شوې دي.

د عربي متحده اماراتو، ازبکستان او چین په ګډون یو شمېر هېوادونو افغانستان ته د روغتیایي او خوراکي توکو لومړنۍ مرستې هم را لېږلې دي. نن په چین کې د افغانستان سفیر هم رسنیو ته ویلي چې چین به دا ځل د روغتیایي توکو او تجهیزاتو له مرستې سربېره افغانستان ته روغتیایي پرسونل هم را ولېږي.

ویل کېږي اوس هم د هېواد په لویو ښارونو کې د چینایي داکترانو لارښوونې د ویدیویي کانفرانسونو له لارې شریکېږي. کرونا یوه بې درمله ناروغي ده چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دغې ویروس انتي بیوتیک جوړ کړي نه دي خو ویل کېږي چې په شاوخوا ۷۷ ډوله واکسینو باندې کار روان دی.

ولسمشر د کابل د ناحیو وکیلانو ته ډاډ ورکړی چې حکومت په پام کې لري چې له ټولو بېوزلو سره مرسته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.