The news is by your side.

نړیوال بانک شل میلونه مرسته د حکومت حساب ته جمع کړه

خبریال وېب پاڼه/نړیوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان حکومت ته یې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته د مرستو یوه برخه جمع کړې ده.

د دغه بانک مسؤلین وایي چې له ژمنه شوې سل ملیونه ډالري مرستې شل ملیونه یې د افغان حکومت حساب ته جمع کړې دي.

نړیوال نابک تېره اونۍ له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې ته د سل ملیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د روانې اپریل میاشتې په ۱۴ مه نېټه د پیسو نړیوال صندوق هم اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون به ۲۵ هېوادونو ته پور ورکوي. د پیسو نړیوال صندوق د کرونا له مبارزې سره د افغانستان په ګډون له ذکر شویو هېوادونو سره د ۵۰۰ ملیونه ډالرو مرسته ځانګړې کړې وه، چې یادو شویو هېوادونو ته به یې پور ورکوي. جاپان او بریتانیا د دغو مرستو لوی تمویلوونکي هېوادونه بلل شوي دي.

مخکې ایران هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې وه خو د امریکا د فشارونو له امله د پیسو نړیوال صندوق ایران ته د پور له ورکړې انکار وکړ. ایران د آسیا په کچه د کرونا له امله د ډېرو قربانیانو شاهد دی چې تر ۵ زرو ډېر کسان یې په کرونا اخته دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا قربانیان له ۱۶۶ زرو څخه زیات دي. په دې کې لویه برخه له امریکا څخه دي چې تر ۴۱ زرو زیات کسان یې د کویډاـ۱۹ ښکار شوي دي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر هم تر ۷۵۰ زرو اوړي.

هخوا په ټوله اروپا کې بیا د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمې تر یو لک اوړي. ایټالیا، اسپانیا د زیاتو قربانیانو او په کرونا د اخته کسانو په نوملړ کې مخکښ هېوادونه دي. فرانسه، بریتانیا، جرمني او یو شمېر نور هېوادونه ورپسې دي چې زیاتې قربانۍ یې ورکړې دي.

دېخوا ته په افغانستان کې د کرونا د نن دوشنبې معلوما دا دي چې ۱۰۲۶ کسان په کرونا اخته شوي دي. په دې ډه کې ۱۱۰ تنه یوازې روغتیا پالان دي. د ارګ څه د پاسه شل کسان هم په دغه کټګورۍ کې شامل دي. د هې،اد په کچه د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ته لوړ شو او له دغې ناروغۍ څخه د رغېدلو کسانو شمېر تر ۱۳۵ کسانو پورې رسېږي.

نړیوال باک له شل ملیونري مرستې سره هم مهاله وایي چې ډېر ژر به پاتې ۸۰ ملیونه ډالره مرسته هم د افغانستان خزانې ته ولېږدوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.