The news is by your side.

ننګرهار: ٥ زره هکټاره ځمکه کې ٤٠٠ زره نیالګي روزل کیږي

خبریال وېب پاڼه/ په ننګرهار ولایت کې په پنځه هکتاره ځمکه کې ۴ سوه زره بېلابېل نیالګي روزل کیږي.

د ننګرهار کرنې ریاست راتلوونکې کال لپاره په پنځه هکتاره ځمکه کې ۴ سوه زره بېلابېل نیالګي روزي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي زیرمو امریت وايي، چې په راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې د کر لپاره په مملې باغ، غلام حیدر خان، نوي فارم او عبدالخېلو بڼوڼو او قوریو کې په پنځه زره هکټاره ځمکه کې ۴ سوه زره مېوه لرونکي، غېرې مېوه لرونکې او زینتي بوټې روزي.

سږ کال د کرنې ریاست تر مستقیمې رهبرۍ لاندي په یادو قوریو کې د اوبخور سېستمونو اصلاح، کوچنیو کوړکیو، کرد بندی، د ازادې ځمکې ترڅنګ په پلاستیکي کڅوړو کې کرنه او یو شمېر نورو چارو په ترسره کولو سره به د تېر کال په پرتله دوه چنده نیالګی وروزل شئ.

د ننګرهار کرنی،اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر انعام الله صافی وایي، چې له قوریو څخه یې لیدنه کړې او یاد بوټي د وزارت مقام د طرزالعمل او لایحې له مخې مطابق عام المنفعه ځایونو او عامه خلکو ته د چاپېریال د ښکلا، ښېرازۍ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده، چې د ننګرهار کرنې ریاست تېر کال هم د خپلو یادو قوریو کی ۲۰۱۶۱۸ اصله نیالګي تولید کړي وو چې عامو خلکو اوعامه المنفعه ځایونوته یې د طرزالعمل مطابق ویشلې دي.

په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خورا ډېر پرمختګونه شوي.

په یو شمېر ولایتونو ک د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه د سړو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

په ورته مهال په کندهار کې سږ کال ٣٧ سوداګریزې شنې خونې رغول شوي، چې په کې سبزي تر ډېرې مودې ساتل کیږي.

د کندهار خلک خوښ دي، چې د پاکستان د خوسا شویو ترکارۍ پر ځای د خپل هېواد تازه ترکاري پلوري.

شنې خونې چې د حرارات د کنټرول لپاره له پلاستیکونو جوړیږي، اوس مهال د کندهار خلکو لپاره د سرو زرو د خزانو هومره ارزښت لري.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی په کندهار کې د کرنیزو حاصلاتو لوړولو او د موسمي نباتاو د کرکېلې د پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.