The news is by your side.

ټول هېواد کې د چرګانو د غوښې ٨٧٠٠ فارمونه فعال دي

خبریال وېب پاڼه/ د هېواد په کچه د چرګانو د غوښې د تولید ٨ زره او ٧ سوه فارمونه فعالیت کوي.

کندهار کې بیا د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو دی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو دی او ورځ تر بلې پراخیږي.

د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره هګۍ تولیدوي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بسیاینې ته نږدې کوي او د دې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمونو څخه ګټه پورته کړي.

د دغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.

دمګړۍ د هېواد په کچه د چرګانو د غوښې د تولید په پار اته زره او ۷۰۰ فارمونه فعالیت لري.

د ارزونې له مخې افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره مټریک ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۲۱۹ زره مټریک ټنه یې، چې نږدې ۸۰ سلنه کیږي د ننه په هېواد کې تولیدیږي.

باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید ۷۰ فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کیږي.

له مخکې د چرګانو د غوښې او هګیو بيه دوه برابره لوړه شوې ده، د لبنياتو ټولنې د معلوماتو له مخې له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو د بندېدو له امله په هېواد کې د چرګانو د هګيو او غوښې بيه لوړه  شوې ده.

 

د کابل بازارونو کې د چرګانو غوښې او هګیو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي پر سوداګرو نیوکه کوي چې د کرونا ویروس او د روژې میاشتې را رسېدوسره سم، په عمدي توګه یې د چرګانو هګیو بیه لوړه کړې.

خو سوداګر وايي چې د ایران او پاکستان څخه د چرګانو هګیو وارداتو درېدو سره بیا بیو زیاتوالی موندلی دی.

د چرګانو فارمونه بیا د کورنیو بازارونو غوښتنې نه شي برابرولی.

د لبني مواد ټولنې مرستیال  د کرنې او مالدارۍ پر وزارت نیوکه کوي چې دې وزارت افغانستان د چرګانو هګیو تولید کې اتیا سلنې ځان بساینې سره اعلان کړ خو اوس بیا کورني فارمونه د شل سلنې تولید توانايي نه لري.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه باندې موږ سره خبرې وکړي.

افغانستان بیا د لنبي موادو اړتیا ډېره برخه د ایران او پاکستان څخه واردوي.

اوس مهال بیا د دې دواړو هېوادونو د وارداتو کچې دوه برابره کموالی موندلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.