The news is by your side.

افغان حکومت غواړي له قزاقستان غنم وپېري

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت له قزاقستان څخه د ٧٠ زره ټنه غنمو د پېرلو اقدام کړی.

د افغان حکومت د رهبرۍ غونډې پرېکړه وکړه چې له قزاقستان څخه دې ۷۰ زره ټنه غنم وپېرل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن غرمه د حکومت د رهبرۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، د سوداګرۍ او اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلو راکمولو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غنضفر ته دنده وسپارل شوه چې د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ له قزاقستان څخه د ۷۰ زره ټنه غنمو د پېرلو اقدام وکړي.

دغه راز د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام دفتر عمومي رئيس محمد شاکر کارګر غونډې ته راپور ورکړ چې قزاقستان چمتو دی په افغانستان ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا وپلوري.

د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د دې د عملي اړخونو لپاره پلان ترتیب کړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزیر په ژمي کې د تېلو کمښت مخنیوي لپاره خپل مشخص وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې تائید شول او نوموړي ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې عملي اقدامات پیل کړي.

داپه داسي حال کې ده چې نن د هند مرسته شوي غنم هم افغانستان ته را ورسېدل.

د هندوستان څخه د چابهار له لارې د ۷۵ زره ټنه مرسته شويو غنمو د لومړنۍ محمولې د رالېږدېدلو او نیمروز ولایت ته د رارسېدو له امله د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د ولایتي شورا استازو، ملي سوداګرو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون درلود او خوښي یې څرګنده کړه، چې د چابهار له لارې مرسته شوي غنم د نیمروز له لارې مرکز ته لېږدول کېږي.

د مراسمو په ترڅ کې د نیمروز والي سیدولي سلطان وویل، افغانستان په وچه کې یو را ایسار هېواد دی، چې د ګاونډیو هېوادونو ترانزیټي لارو ته اړتیا لري او اوس مهال چابهار د صادراتو او وارداتو دغوړېدا لپاره پر یوې سترې هیلې بدل شوی دی.

والي د یادو مراسمو پرمهال د نیمروز د ترانسپورتي شرکتونو هم مننه وکړه، چې د نیمروز له لارې نېغ په نېغه مرسته شوي غنم تر مرکز رسوي، همداراز یې د ولایتي شورا استازي ښاغلي نعمت الله صدیقي هڅې هم وستایلې او هیله یې څرګنده کړه، چې یاده ترانزیټي لاره به د وارداتو او صادراتو له لارې د هېواد او په ځانګړې توګه د نیمروز اقتصادي اړتیاوې تر ډېره حده پوره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.