The news is by your side.

لسګونه تنه افغان ډاکټران په کرونا اخته شوي

خبریال ډاټ کام: رپوټونه کاږي چې په کرونا ناروغي د افغان طبیبانو د اخته کیدو لړۍ روانه ده.

له دې سره جوخت د هغو افغان ډاکټرانو د مړیني شمیره هم لوړیږي چې له کرونا وبا سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي.

پرون په جوزجان کې څلورم ډاکټر په دغه ناروغۍ له اخته کیدو وروسته په شهادت ورسید.

همدا راز له کابله اوس خبر را رسیږي چې نږدې ۱۱۰ تنه روغتیايي کارکونکي په کرونا اخته شوي دي.

په دغه لړ کې تیره شپه د کابل د شینوزاده روغتون ریس الحاج شینو ترخیل هم د کرونا له کبله ومړ.

دغه روغتون اوس تړل شوی دی.

د روغتیا وزارت نطاق وحید مایار مني چې ګڼ شمیر روغتیايي کارکونکي په کرونا اخته شوي دي.

هغه وایي، یادو کارکوونکو کې ۹۰ نارینه او ۲۰ ښځینه دي او په وینا یې، ډېری په هرات او کندهار ولایتونو کې دي.

مایار وايي، په دې ډله کې ۵۱ روغتیايي کارکوونکي په هرات، ۲۳ په کندهار او پاتې نور په نورو ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي چې تر اوسه یې ۴ هغه مړه شوي دي.

د «شینوزاده» روغتون یو ډاکټر اقبال عمري، د اندراګاندي په صحت طفل روغتون د داخلې متخصص یوسف اریوبي، د امیري روغتون یو ډاکټر حنیف‌الله حنیف او د جوزجان په دولتي روغتون کې د جراحي څانګې متخصص داوود پویا عزیز هغه ډاکټران دي چې د کورونا له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ ته رسېدلی او عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د یادو کسانو له ډلې ۱۳۵ بېرته رغېدلي، خو ۳۶ نور بیا مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په نړۍ کې دوه میلیونه او ۴۰۰ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې ۱۶۶ زره یې مړه شوي او ۶۲۴ زره نور یې بېرته رغېدلي دي.

په دغه ډله کې ډیر مړي په امریکې کې دي.

امریکا په تاریخ کې له دغسي ناروغۍ سره نه ده مخامخ شوي او دغلته نه یوازي انساني بلکې اقتصادي سخت زیان هم اوښتی دي.

میرویس جلالزی

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.