The news is by your side.

طالبانو دوه مینان په مرمیو ووژل

خبریال ډاټ کام:

وسله والو طالبانو د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې دوه مینان د میني په جرم په عام محضر کې په مرمیو ویشتي او وژلي يي دي.

دا د خپل ډول لومړۍ پیښه نه ده .

په داسي وطن کې چې مینه کول په ظاهراْ جرم شمیرل کیږي دا ډيره ګرانه ده چې دوه تنه د خپلو کورنیو له خوښي او ټولنيزو  اصولو  پرته یو له بل سره نږدې شي او ګډ ژوند پیل کړي.

تر دې دمخه په بامیانو، هرات، بغلان او کندز کې په لسګونو تنه د  میني پر بنسټ د ولاړو اړیکو په جرم غرغره کړای شوي دي.

په غور ولایت کې تازه پیښه پر داسي وخت رامنځ ته شوي چې  افغان وطن د کرونا وبا له یوې خطرناکي څپي سره مخامخ دی.

د غور د والي ویاند محمدعارف عابر د دغه خبر د تایید ترڅنګ  ویلي چې طالبانو یاد نارینه او ښځه له کوره د تېښتې په تور وژلي دي.

د نوموړي په وینا، یاده ښځه او نارینه هغه مهال طالبانو ته په لاس ورغلل چې غوښتل یې له دولینه ولسوالي نه شهرک ولسوالي ته وتښتي. د غور د والي ویاند زیاتوي چې یادې ښځې او نارینه ودونه هم لرل.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې دا نارینه او ښځه د دوي پر کور د برید څخه لا دمخه خبر شوي ول نو ځکه یي تیښته کول تر څو د طالبانو له راتک دمخه ځان له سیمي وباسي.

خو یوې ډلي طالبانو په لاره کې ورته لاوختي کمین نیولي وو.

د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش وايي، کوم کس چې له یادې ښځې سره و، وسله یې هم لرله او له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.