The news is by your side.

ښه خبر! دکرونا وایرس درمل جوړ شول

خبریال ویبپاڼهد کرونا ویروس کووید ۱۹ د درملو د جوړېدو خبر په داسيوخت کې ورکول شو چې دې وبا تر نن ورځيپه نړۍ کې 2,475,440 کسان نیولياو تر ۱۷۰۰۰۰ یو سلو اویا زره زیات یې وژلي دي .

د کرونا ویروس ضد درمل جوړ شوي اود کلینکيازمایښتونو نه وروسته نړۍ په رسميډول معرفي کیږي.

 مداګاسکار د عملي تحقیقاتو انیستیتیوت د ارتمیسیابوټيپه ګډون چې د ملاریا د درملو په جوړولو کې هم ترینه کار اخیستل شوی دی؛  د ګڼ شمیر بوټو نه د کرونا ویروس ضد درمل جوړ کړي دي چې په رسميتوګه یې نړۍ ته معرفيکوي‌.

د مداګاسکار ولسمشر اندريرا جویلینا د دغه دملو د جوړېدو اعلان وکړ ؛هغه تر دې وړانديویليوو چې د کرونا وایرس په تړاو د نړۍ والو لپاره ښه زېری لري ؛ نن یې په رسمي ډول اعلان وکړ چې درمل په کامله توګه بازار ته عرضه کولو ته چمتو دي.

هغه وویل د کوم بوټينه چې ددې درملو په جوړولو کې کار اخیستل شوی دی د طب په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري. ځکه چې ددې بوټينه د ملاریا د درملو په جوړولو کې هم کار اخیستل شوی دی.

همداشان هغه د مداګاسکار د پلازمینې په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو کې لګول شويبندیزونه په نصبيډول د لرې کولو نه هم خبر ورکړ.

مداګاسکارهیواد کې کرونا وایرس پر ۲۳ مارچ وپېژندل شو او اوس یې د وایرس ځپلو شمېر۱۲۱ دی خو هیڅ مرګ نه لري .

مداګاسکار هیواد ۴۱ کسان له وایرس نه رغېلي دي.

مداګاسکار هیواد ټول ټال د کرونا وایرس ۲۳۵۷ ټیسټونه کړي او ادعا کوي چې پر کرونا وایرس یې بری موندلی دی .

مداګاسکارهیواد ۲۷۵۵۰۶۷۳ یعنيتقریبآ اوه ویشت نیم میلیونه نفوس لري او د هند سمندر او افریقا په جنوب ختیځو کې پروت ټاپوهیواد دی .‌

که څه هم ددغه هیواد له لوريد کرونا وایرس ضد درمل لا تر اوسه د ډبلیو ایچ او یا د روغتیا د نړۍ وال سازمان له لورينه ديتصدیق شوي؛ خو که دادرمل د کرونا پرضد بریالي ثابت شيدا وړوکی ټاپو هیواد به د درملو جوړولو کې له پر مخ تللې نړۍ ډګر خپل کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.