The news is by your side.

ولسوالیو کې ۲۰ او ۵۰ بیستریز روغتونه جوړېږي

خبریال وېب پاڼه/له کرونا وبا سره د مبارزې په درشل کې تېره شپه ولسمشر غني د هېواد له ولسوالانو سره غږېدلی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له ولسوالانو سره د یو ویډیویي کانفرانس له لارې د کرونا پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې. په دغه کافرانس کې ولسمشر ولسوالانو ته لارښوونه کړې چې د اوس لپاره دې په ولسوالیو کې په عادي او محلي امکاناتو له ۲۰ نه تر ۵۰ بیستریزو روغتونونه خلاص او د کویډاـ۱۹ ناروغانو ته ځانګړي کړي.

په دغه ویډیویي کانفرانس کې چې پرون مازدیګر ناوخته ترسره شو او د هېواد ډېری ولسوالان یې ګډونوال وو، ولسمشر غني ته ولسوالانو په خپلو سیمو کې د کرونا په هکله د ټولو کمیو، کاستیو او مبارزه یي لاسته راوړنو او غوښتنو راپور هم ورکړ.

ولسمشر غني له کرونا سره د مبارزې په پار د هېواد ولسوالانو سره داسې مهال خبرې کوي چې په اکثر لرې پرتو ولسوالیو کې د طالب اورپکو لخوا جګړه روانه ده او په ډېری سیمو کې د کرونا په هکله لومړنی عامه پوهاوی هم نه دی شوی او ډېری خلک د کرونا وبا په هکله بیخي بې تفاوته دي.

په دغه کانفرانس کې چې له دواړو مرستیالانو سربېره د عامې روغتیا وزیر هم ګډون درلود، ولسمشر وویل چې په راتلونکو کلونو کې حکومت د روغتیا برنامې په لومړیتوب کې دي خو په وینا یې د اوس لپاره په په سمدستي توګه د تدارکاتو واک د عامې روغتیا وزیر ته ورکړل شوی دی تر څو وکولی شي په سمه توګه د دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې لاسبری شي.

د عامې روغتیا وزیر هم ولسوالانو ته په خپله وینا کې وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کویډاـ۱۹ لپاره ځانګړي شوي لابراتوارونه شپږ دي او په خبره یې په نیږدې راتلونکي کې به په کندز، بدخشان، پکتیا او بامیانو کې هم د آغا خان پراختیایي بنسټ په مرسته د کرونا ځانګړي لابراتوارونه جوړ کړي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې څه د پاسه زر مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۵۵ سلنه یې ځوانان دي او شاوخوا ۳۶ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۵ کسان بېرته ورڅخه جوړ شوي هم دي. د زیاتو قربانیانو په سر کې کابل دی چې ۱۲ کسان یې د کرونا له امله وژل شوي دي، ورپسې هرات او بیا بلخ ولایتونه دي.

ولسمشر غني وویل چې په ولسوالیو کې د کویډاـ۱۹ سیمه ییزو جوړېدونکو روغتونونو لپاره دې د عامې روغتیا وزارت د هغه واقعبینانه امکانات او ترتیبات و ارزوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.