The news is by your side.

مودي؛ له افغانستان سره د کرونا ځپلو ګډه مبارزه کوو

خبریال وېب پاڼه/د هند لومړي وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان سره به د کرونا پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.

نریندرا مودي په خپل تازه ټویټري پیغام کې ویلي چې هند به له افغانستان سره اوږه په اوږه د کرونا پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړي همداز ویلي چې له دغه هېواد سره د ترهګري پر ځپلو کې مو هم ګده مبارزه وکړه او اوس د دې وخت راغلی چې کرونا هم په ګډه وځپو.

 دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام ولسمشر غني هم د هند له حکومت څخه له افغانستان سره د کړې مرستې په پار په خپل ټویټري پیغام کې د هند او افغانستان له ستراتیژیکې ملګرتیا خوښي ښودلې وه او د هند له ۷۵ زره ټنه د غنمو او ځینو نورو روغتیایي توکو له مرستې یې مننه کړې وه.

تېره ورځ له هند څخه د ۷۵ زره تنو د مرستو له بکسې لومړۍ جوپه یې را ورسېده، چې له دغو مرستو څخه ۵۰ موټره غنم یې نیمروز ولایت ته را ورسېدل.

د روانې اپرېل میاشتې په ۱۰ مه نېټه د هند د کرنې او مالدارۍ وزیر په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان او لبنان ته به د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ غنم واستوي.

تېره میاشت کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان څخه هم افغانستان ته مرستې راغلې وې دغې هېوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او نورو بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی ؤ. د ازبکستان له مرستې را رسېدو سره سم په کابل کې د دغه هېواد سفیر ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي. له ازبکستان سربېره د چین او عربي اماراتو مرستې هم کابل ته راغلې وې.

هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دی چې له سیاست سربېره په فرهنګي، اقتصادي، وارداتي او ګڼو نورو برخو کې له افغانستان سره ژورې تاریخي اړیکې لري.

نریندرا مودي وایي چې خند تل د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د اړتیا پر مهال به دغه هېواد ته هر ډول مرستې لېږي. مودي دا خبرې د ولسمشر غني د پرونیو ټویټونو په ځواب کې کړې دي چې له دغه هېواد څخه یې له افغانستان سره د مرستو په پار مننه کړې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance