طالبانو په یوه ليکنه کې حکومت ته مهم پيغام ورکړ
خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د طالبانو او حکومت د استازو ترمنځ لومړنۍ غونډه پای ته ورسیده او دوهمه غونډه اوس تازه پيل شوې ده طالبانو د رسمي ادرس څخه یوه مهمه ليکنه خپره کړه چې ددې ډلې رسمي دريځ څرګندوي.
دغه ليکنه کې د افغانستان د موجود وضعيت څخه بحث شوی دی او طالبانو پکې د ليکنې په لومړۍ برخه کې د خپلو برياوو او لاسته راوړنو په هکله خبرې کړې دي، په ليکنه کې راغلي دي چې همدا اوس طالبان د هېواد په ۸۵ سلنه خاوره واک لري او د هېواد مطلق اکثریت ښارونه او د ولایتونو مرکزونه هم ددوی د جنګياليو له لوري محاصره دي او د غوښتنې په مهال یې کولی شي چې ونيسي.
د ليکنې ددې برخې په دوام کې راځي چې د طالبانو سياسي هويت او قدر هم زيات شوی دی، طالبان په دې ليکنه کې ادعا کوي چې د سیمې هېوادونه اوس طالبان د افغانانو د واقعي استازو او د یو داسې جدي ځواک په توګه پېژني چې د ډېرو سختو ازمايښتونو بريالی را وتلی دی.
ددې خبرو وروسته په ليکنه کې د سولې د خبرو لپاره هيله مندي وښوده شوې ده او ويل شوي چې وروسته له ډېرې مودې يو ځل بيا د سولې خبرې را ژوندۍ شوې او دواړه لوريو يو ځل بيا غونډه وکړه، طالبانو په دې ليکنه کې وړاندې ليکلي دي چې افغانستان په يوه حساس پړاو کې واقع دی په داسې حال کې چې دوی د یو لوري غښتلي دي د بلې خوا په صداقت سره د سولې خبرو ته هم ناست دي او هيله لري چې دا موجود مشکلات د سولې د خبرو له لارې حل شي.
وړاندې په ليکنه کې د افغان حکومت څخه غوښتل شوي دي چې موجود حالت ته په کتو سره پکار نده چې افغان چارواکي نور دوی ته د ډلې او ځانته د حکومت خطاب وکړي او د طالبانو د تسلیمیدو او مدغم کېدو خبره وکړي.
ليکنې ته په کتو سره طالبان د افغان حکومت څخه غواړي چې نور دې د طالبانو سره د یوه لوی جوړښت په ډول معامله وکړي او د تسليمېدو او مدغم کېدو په ځای یې د یو لوی شریک او اصلي شريک په توګه ومني.
Comments are closed.