The news is by your side.

د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د کوکنارو د کښت زياتوالی

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت له پخوا څخه په زياته کچه موجود و خو په دې وروستيو کې د جګړو زیاتېدل ددې سبب شول چې ددې افت کښت او ترافيک نور هم زيات شي.

افغانستان هسې هم په نړۍ کې د کوکنارو په کښت کې لومړی مقام لري، له بده مرغه کوکنار یوازینی څيز دی چې د افغانستان له لوري نړيوال شهرت لري، اوس چې په هېواد کې جګړه نور د کنترول څخه په وتلو ده نو ددې افت کښت او قاچاق هم نور د کنترول له لاندې ساتل او مخنیوی یې کول ګران کار دی.

د ازادۍ راډيو د راپور په بنسټ چې سږ کال تر ټولو ډېر کوکنار د بادغيس، فراه، جوزجان، ننګرهار او بدخشان په ولايتونو کې کرل شوي و، دا هغه ولایتونه دي چې په روان کال کې پکې د جګړې شدت تر بل هر وخت زيات و، د وروستيو جګړو په ترڅ کې په يادو ولايتونو کې ځينې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې، د بادغيس ولايت خو نیږدې و چې په کامل ډول سقوط شي.

د افغانستان د روان وضعیت څارونکي وايي چې د ډېرو سيمو لوېدل د طالبانو لاس ته ددې سبب شوي دي چې هلته د ترياکو کښت زيات شي او د ترياکو کښت چې زياتېږي نو ورسره به د طالبانو عوايد او ګټه هم زياتېږي او په دې ډول به د جګړې په شدت کې هم زياتوالی راځي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي د ازادۍ راډیو سره د مرکې په مهال وويل چې پخوا ځانګړو ځواکونو په سيمه کې د ترياکو د مخنیوي په عملياتو کې ګډون کاوه او په دې برخه کې یې ښه روزنه درلودله خو اوس دا ځواکونه هم د جګړې د زياتېدو له کبله د طالبانو سره جګړې ته دننه شوي دي او په دې برخه کې لويه نيمګړتيا رامنځته شوې ده.

د چارو څارونکي وايي چې افغان حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې لاس پکار شي ځکه د یوه لوري د کوکنارو د کښت زياتوالی افغانان په يوه لوی افت ککړوي او د بل لوري د طالبانو لپاره په يوه لويه عايداتي سرچينه بدلېږي.

Comments are closed.