The news is by your side.

د سلسلې د ربړونې په هکله د عمرانخان حیرانوونکی دریځ

خبریال ویب پاڼه/ تیره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي خیل لومړی تښتول شوې او بیا وروسته سخته شکنجه شوې او خوشي شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو پاکستان کې  د یوې افغانې میرمنې سره دا ډول کړنې له اسلامیته او انسانیته لیري بولي او په دې هکله يې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان وايي زیات په قهر شوی او امنیتي ادارو ته یې په ۴۸ ساعته کې د سلسلې علي خیل د ربړونې  او تښتونې د عاملینو د نیولو غوښتنه  او امر کړی دی.

په ډیپماټيکه توګه پر پاکستان انتقاد دا دی چې  هلته د یوه سفیر د کورنۍ امن څنګه خوندي نه دی او ورسره دا ډول کړنې کیږي عمرانخان امنیتي ادارو په خپل سپارښتنه کې ویلي  چې د دې قضیې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي.

په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ادارو هم ژمنه کړې چې د سلسلې د قضیې عاملین به په همدې موده او وخت کې نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

تراوسه پوري په کور دننه افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو تر څنګ مشهوره سیاسي افغان څيرو په پآکستان کې د یوې افغانې نجلۍ سره داسې کړنط په سختو  ټکو غندل  شوې او دا کړنه يې له شرمه ډکه بللې او دا هېواد يې د بشري حقونو په نقض تورن کړی.

سلسله علي خیل اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل لور ده چې تیره ورځ تښتول شوې او زیاته ربړول شوې چې هغه مهال روغتون ته انتقال شوې وه او د حالت په هکله يې مالومات نه دي ورکول شوي.

پاکستان کې افغانان

افغانانو او په ټوله کې پښتون قام ته باید وویل شي چې  د یوه افغان ډیپلماټ لور او همدارنګه په قانوني توګه د راغلې یوې افغان تورسرې چې داسې کړنې ترسره کیږي تاسو فکر وکړئ چې  تر دې زیات به لا څه کیږي.

تر دې وړاندې هم له افغان سفیرانو سره همداسې شوي دي د اوسني حکومت سفیر عبدالخالق فراهي هم وتښتول شو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف لڅ پڅ امریکایانو ته تسلیم کړل شو چې بیا يې څو کلونه ګوانټنامو زندان کې تیر کړل

Comments are closed.