The news is by your side.

په تیر کې پاکستان له افغان  ډیپلماټانو او سفیرانو سره څه وکړل؟

خبریال ویب پاڼه/ څوک چې واقعي افغان وي او د پاکستان هرنګه لاس ورباندې لګیږي نه يې پریږدي حتمي به يې ربړوي تښتوي به يې او خپل کار به پرې کوي.

لکه څنګه چې په ډیپلماټیکه برخه کې دولتونه مکلف دي چې د بل هېواد د وګړو امنیت په ټینګه خوندي کړي او اړتیا ده چې ښه کار ورته وکړي خو پآکستان برعکس پر ډیپلماڼیکه برخه کې هم دوه مخی شیطان او دوکه باز ختلی.

د افغانستان په شته نا امني کې بیاهم د پاکستان په ګډون د ټولو هېوادونو د ډیپلماټانو عزت مال او سر خوندي دی خو د پاکستان په پلازمینه کې امن دی هرڅه دي بیا هم افغان ډیپلماټان او همدارنګه عزت مال او ناموس نه دی خوندي.

کله چې د امریکا له لوري د طالبانو پر ضد اقدام کیږي او افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکوریږي نو پاکستان هلته افغان سفیر عبدالسلام ضعیف د ټولو قوانینو اصول مقرارتو او ډیپلماټیکو اساساتو خلاف اقدام کوي  ملا عبدالسلام ضعیف د دې پر  ځای چې هلته یې وساتي پر ډیر بد وضعیت کې امریکایانو ته په لاس ورکوي.

دې  افغان ډیپلماټ په بار بار په خپل لیکل شوي کتاب کې ویلي پر پآکستان هیڅ باور نه شي کیدلای او دا یو دوکه باز هېواد دی، پاکستان ملا عبدالسلام ضعیف پر داسې وضعیت چې حتی پر تن يې کالي نه وو امریکایانو ته وسپاره او شاوخوا اته کاله يې ګوانټانامو زندان کې تیر کړل.

په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې افغان ډیپلماټ او نومول شوی سفیر عبدالخالق فراهي د پاکستان پټو ملیشه وو، د دې هېواد تر ولکې لاندې پیښور حیات اباد څخه وتښتاوه چې بیا له ډیري مودې وروسته خوشي شو.

په ورته وخت کې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د کویټې ښار د کونسلګرۍ  یو مامور محمد هاشم عبرت وتښتول شو او پرمهال يې افغان سفارت بیاهم د هغه بیرته خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان یو چارواکی چې  د کونړ او هرات والي وو، سید فضل الله واحدي  هم پاکستان  ته د شخصي سفر پر مهال وتښتول شو چې له اوږدې مودې بند وروسته ازاد کړل شو.

او وروستي  پیښه هم د سلسلې وه

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو پاکستان کې  د یوې افغانې میرمنې سره دا ډول کړنې له اسلامیته او انسانیته لیري بولي او په دې هکله يې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

په ډیپماټيکه توګه پر پاکستان انتقاد دا دی چې  هلته د یوه سفیر د کورنۍ امن څنګه خوندي نه دی او ورسره دا ډول کړنې کیږي عمرانخان امنیتي ادارو په خپل سپارښتنه کې ویلي  چې د دې قضیې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي.

سلسله علي خیل اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل لور ده چې تیره ورځ تښتول شوې او زیاته ربړول شوې چې هغه مهال روغتون ته انتقال شوې وه او د حالت په هکله يې مالومات نه دي ورکول شوي.

Comments are closed.