The news is by your side.

د تبليغاتي جګړې د ناکامېدو اصلي لاملونه

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې د ماهرينو ترڅنګ حکومتي چارواکي يا پخواني حکومتي چارواکي هم په ښکاره اعتراف کوي چې حکومت په تبليغاتي جګړه کې وروسته پاتې شوی دی.

په نړیواله کچه بيا دا هرڅوک حس کولی شي چې څه ډول حکومت تبليغاتي ماتې خوړلې ده، مطلق اکثریت غربي رسنۍ اوس ټوله ورځ د حکومت په فساد، ناکامۍ بې مدیریتۍ باندې اخته وي.

په دې حال کې دا پوښتنه حتماً پيدا کېږي چې ولې حکومت ددومره امکاناتو سره سره په تبلیغاتي جګړه کې پاتې راغلی دی، دا سول د بېلابېلو زاویو له لارې ځوابېدلی شي.

په ارزښتونو نه باور

د حکومت په تبليغاتي دستګاه کې داسې کسان شتون لري چې هغوی په هغو ارزښتونو باور نلري کوم یې حکومت ادعا کوي، د مثال په ډول د بشر په حقوقو، ډيموکراسۍ، حق، عدالت او نورو.

له همدې کبله د منطقي ځواب، استدلال په ځای باندې په بې اساسه تورونو باندې تکيه کوي چې نور ورباندې څوک باور نه کوي، د بل لوري د ارزښتونو په هکله صادق ندي پخپله په فساد کې غرق دي، کورنۍ یې د هېواد څخه بهر ژوند کوي او يا هم دومره پړسېدلي دي چې وس لري هره شېبه هېواد پرېږدي، له همدې د تبليغاتو لپاره پکې جذبه شتون نلري.

د دروغو تبليغات

لکه څنګه چې پورته مو یادونه وکړه چې ډېری دا کسان چې په تبلیغاتي او رسنیزه دستګاه کې کار کوي لازم لياقت نلري له همدې کبله په حقيقي ډول استدلال نشي کولی نو ورپاتې خالص دروغ شي.

د چا خبره د دروغو مزل لنډ وي، کله دروغ انځورونه خپروي، کله دروغ ویډیو ګانې، ورځ چې تېره نه وي دا دروغ یې افشا شي دوی خپل پوستونه له ټولنيزو رسنيو بیرته پاک کړي.

په حقيقت کې حکومتي وياندويانو دروغو ته اړتيا نلري، که وړتيا یې درلودی د حقايقو په بيانولو سره په تبلیغاتي جګړه کې تر ډېره بريالي کېدی شوی، خو دوی د حقايقو د بيان د جزیات او نازکو مالوماتو د موندلو لپاره کافي ذهني او عقلي وړتیا نلري.

ان تر ډېره وخته حکومت په تلویزیون کې د پوځي حرکاتو او عملياتو اعلانونه ورکول او د ويډيو په پای کې به راغلل چې څه مو وليدل يو تجارتي اعلان و.

د بل لوري حکومت د طالبانو د تبليغاتي جګړې په وړاندې لازم اقدام ونکړ او تر ډېره يې هڅه دا وکړه چې صرف خپلې لاسته راوړنې بيان کړي.

په وروستۍ برخه کې به ووايو چې حکومتي چارواکي قانون په ډېر فاحش ډول ماتوي، ډېرې زیاتې غیرې قانوني کړنې ترسره کوي چې دا هرڅه د حکومت د خبرې د جديت کچه او ارزښت ورځ تر بلې راټیټوي.

Comments are closed.