The news is by your side.

له امریکا سره جګړه طالب وکړه خو ګټوونکی پاکستان شو

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د خپل بقا لپاره امریکا ته داسې  کارنامې وکړې چې هغوی وویل همدا مو دوست دی په خپله خاوره کې يې اډې ورکړې او  هغوی هم د طالبانو  رژیم کنډي کپر کړ کوم طالب مشران چې پاکستان ته تللي ول هلته يې ورباندې  سودا وکړه امریکایانو ته یې په لاس ورکړل او هغوی ورباندې د ګوانټنامو زندان ډک کړ.

خو کله چې يې طالبان په امریکا مات کړل په ختم يې کړل بیرته يې د ورک طالب د پيدا کولو په هڅه کې شول او بیا يې دا ډله راټوله او په افغانستان کې يې جګړه پیل کړه

اوس تازه په دې هکله نشنل انټرسټ خپرونې  یو مطلب لیکلی او پکښي يې ویلي دي چې امریکا له پاکستانه ماتې وخوړه، دې  نشريې ویلي امریکا د پاکستان په وړاندې په ګونډو شوه.

دې  نشريي ویلي دا ښکاره خبره ده چې القاعده او طالبان د پاکستان له مستقیم ملاتړ برخمن وو، او دي ځکه چې د القاعدې مشر په پآکستان ووژل شو دا کس په امریکا کې په سترو بریدونو کولو تورن وو،  او هغه هم پاکستان په محفوظ ځای  کې وو.

خپرونې تور پوري کړی چې امریکا په لوی لاس د پاکستان د کړنو په وړاندې چوپ دي او د دې هېواد په وړاندې عاجزه او بایلوونکې شوې.

خپرونې بدیل وړاندې کړی چې د جګړې ختمولو لپاره اوس هم وخت شته او باید پر پاکستان باندې فشارونه زیات شي او دا هېواد دجګړه مارو له ملاتړه را وګرځول شي.

تر اوسه پوري لاهم امریکا له پاکستان سره په جاراو قربان ولاړ لګیا ده ځکه امریکا غواړي لاهم پر دې هېواد پانګونه وکړي او د خپلو ټولو سرتیرو وتلو وروسته ورته په دې  هېواد کې اډې ورکړی خو مالومه نه ده چې پاکستان به امریکا ته بیا د څومره زیاتو پیسو وړاندیز وکړي.

جګړه طالب وکړه ګټوونکی پاکستان شو

طالبان ادعا کوي چې امریکا ته يې په شل کلنه جګړه کې ماتې ورکړې او اوس به خپل کورته په  ټیټو سترګو ستنیږي، خو مهمه خبره داده چې طالب وايي زه د افغانستان لپاره جنګیږم خو ډالر پر پاکستان اوري کله چې امریکا راتلل طالب يې په مات کړ هم منفعت پآکستان یو وړ، او  همدارنګه کله چې امریکا بیرته ځي هم ګټه يې پاکستان ته ځي که پآکستان بیرته امریکایانو ته اډې ورکړي نو دا ګټه دوه چنده شو، اوس که امریکا ماته هم شي نو لویه ګټه پاکستان وکړه

Comments are closed.

koi finance