fbpx

هندي ځواکونو پر پاکستان زبردست بريدونه کړي

د هند او پاکستان پر پوله د د دواړو هېوادونو د پوځيانو يو بل سره په نښته کې ويل کېږي چې پاکستاني پوځيانو ته زبردست زيان اوښتى دى او همدا راز ځينې پوستې يې هم ويجاړې شوې دي.
د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، پاکستاني پوځيانو په اېل او سي يا لاين آف کنټرول پوله باندې د اوربند نه سرغړونه وکړه او پولې ته نږدې په ملکي اوسېدونکو يې توغندي راوتوغول، چې هندي پوځيانو يې په ځواب کې بېرته د پاکستاني پوځيانو پوستې په نښه کړې، چې يو شمېر پوځيان پکې هلاک شول او پوستې يې ويجاړې شوې.
پاکستاني رسنيو هم ادعا کړې ده، چې هندي پوځيانو لومړى پر دوى ډزې کړي دي، چې په ځواب کې يې پاکستاني پوځيانو د هندي پوځيانو پر پوستو بريدونه کړي او درې هندي پوځيان يې وژلي دي، خو د هندي پوځ وياند بيا وايي، چې د ډزو پيل د پاکستان له خوا څخه شوى و، چې دوى يې ځوابي بريد پرې کړى دى.
په دغه نښته کې چې نن شوې، د هندي پوځيانو له ځواب وروسته د پاکستاني توپونو خولې غلې شوې، چې د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د هندي پوځيانو په ځوابي بريدونو کې د پاکستان له پنځه و زيات پوځيان هلاک شوي او همدا راز دوه پوستې يې ويجاړې شوې دي.
د هند پوځ وايي، دوى هېڅ کله هم نه غواړي چې له پاکستان سره په پوله نښته وکړي، خو هر کله چې پاکستان له خپل حد نه تېرى کوي، نو دوى ورته بېرته سخت ځواب ورکوي. دوى زياته کړه، چې له پاکستان سره يې په لاين آف کنټرول پوله باندې د اوربند تړون کړى دى، خو پاکستان وخت نا وخت له دغه تړون څخه سرغړونه کوي، چې دوى هم مجبوره شي، سخت ځواب ورته ورکړي.