The news is by your side.

پاکستان وویل د افغانستان اور يې تر کوره رسیدلی

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان پوځ اعتراف کړی چې له مي میاشتي را وروسته لکه څنګه چې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی همداسې د دوی پر سرتیرو هم بریدونه شدید شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار اعتراف وکړ چې له مي را وروسته د دوی پر عسکرو بریدونه زیات شوي  چې په دې  پیښو کې د دوی زیات عسکر په هلاکت رسیدلي دي.

بابر وویل ښکاره خبره ده چې د بلې غاړې د نا امنیو پیښو سره د پآکستان نا امني هم تړلې او د دوی پر عسکرو بریدونه کیږي.

تراوسه پوري پاکستان یوازي له ځانه سپین چرګ جوړ کړی

د افغان ولسمشر د تازه څرګندونو له مخې چې په یوه نړیوال کنفرانس  کې يې وکړې وویل چې له تیرو میاشتو راهیسي لس زره اورپکې د پلې له هغې غاړې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي.

بابر افتخار داسې وانګیرله چې  د دوی پر  عسکرو روانه نا امني کې افغانستان پړ کړي او زیاته يې کړه چې روانه نا امني د افغانستان له لوري ځکه په پاکستان کې د ترهه ګرو داسې خاص نیټورک نشته.

خو په ورته وخت کې د پښتونخوا سیاسون او همدارنګه د پاکستان یو شمېر سیاسون بیا وايي پاکستان کې د طالبانو ترڅنګ زیات شمېر ترهه ګرې ډلې شته چې د افغانستان په جګړو او نا امنیو کې  لاس لري او پاکستان د افغان جګړې د ملاتړ لپاره د دې ترهه ګرو ډلو تجهیز او اکمال کوي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور احمد پښتین د خپلو خبرو پر مهال

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين تازه د افغانستان مقابل کې د پاکستان پر ناسم سیاست او کړنو ږغيدلی او د پاکستان د بربادۍ زیری يې ورکړی.

پښتين په خپلو خبرو کې ويلي په افغانستان کې د پاکستان منفي لاس وهنې مداخلې خپله د دې هېواد په بربادۍ پای ته رسیږي.

منظور احمد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنو تير کې سيمه له خطر سره مخ کړې او داځل هم همداسې پتيل کيږي.

پښتين د پاکستان د لاسوهنو او پښتنو ته د تاوان خبره وکړه او ويې ويل د فرضي کرښې دې غاړې ته هم دا کار زيان رسوي

د منظور پښتين سره تر خوا د ده ملګري محسن داوړ هم د افغانستان په هکله پر پاکستان توندې نيوکې کړې.

Comments are closed.