The news is by your side.

د افغان سفير د لور په ننګ ضعيف پاکستان ته شديد الفاظ وکارول

خبريال وېبپاڼه: په پاکستان کې د افغانستان د سفير د لور په وړاندې د نامرده ځورونې او شکنجې په وړاندې د افغانانو غبرګونونه دوام لري.

تازه په دې هېواد کې د افغانستان پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعیف هم مسلې ته غبرګون وښود، ضعيف د توپير له لارې په خپل يوه خپاره کړي پيغام کې د افغان سفير د لور د بې عزتۍ پوښتنه کول غوښتي او ويلي يې دي چې د افغان سفير د لور بې عزتي د ټولو افغانانو بې عزتي ده.

ضعيف دا ځل د پاکستان په وړاندې خپل الفاظ شديد کړي و او په زړور ډول یې ليکلي دي چې په پنجاب کې د افغان د سفیر لور شکنجه کول او تښتول په کلکو ټکو غندي، دا لومړی ځل دی چې ضعيف په عام ډول پاکستان ته د پنجاب خطاب کوي.

افغانان ځکه پاکستان ته د پنجاب خطاب کوي چې په دې باندې باور لري چې د پاکستان چارې ټولې پنجابيانو په لاس کې اخيستي دي او نور قومونه پکې د سخت ظلم لاندې دي او هغوی ته په حکومت کې صرف نمايشي رول ورکړل شوی دی اوکوم واقعي او عملي واک او اختیار نلري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړ چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان د سفير لور لومړی تښتول شوې او وروسته له شکنجې بېرته خوشي شوې ده.

دې پېښې په ملي او بين المللي کچه پراخ غبرګونونه رامنځته شول، افغانان سخت په قهر دي او د افغان حکومت څخه غواړي چې د پاکستان سفارت په کابل کې وتړي او خپل سفير دې هم له پاکستان څخه راوغواړي.

نړيوالې رسنۍ او کارپوهان هم په پاکستان باندې سختې نیوکې کوي او دا یوه ډیپلوماټ او سفير د لور تښتول او شکنجه کول د جګړې سبب بولي.

شننونکي وايي چې ډيپلوماتانو او سفيرانو او ددوی د کورنيو د امنيت ساتل د کوربه هېواد دنده ده، د پاکستان صدراعظم بيا د کورنيو چارو وزير رشيد ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی چې د يادې پېښې ترسره کوونکي ونيسي.

Comments are closed.