The news is by your side.

پر پاکستانيو عسکرو بلا ګډه او درې کسه یې هلاک شول

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستاني عسکرو په وړاندې خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې چيري چې دوی پردۍ ځمکې غصب کړې تل داسې تندرونه پرې را غورځي.

يو پاکستاني عسکر پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ را اړولې چې خپل يو ملګری يې وژلی او يو بل يې سخت ژوبل کړی دی.

مالومات وايي چې د پيښور د دوران پور سيمه کې چيري چې د کرونا ناروغانو د قرنطين لپاره يو ځای جوړ شوی وو، دا پيښه رامنځته ته شوې ده.

ويل کيږي چې د دې مرکز دننه يوه پوليس د ټوپک شپېلۍ پر خپلو ملګرو ور اړولې چې په پايله کې يې لوړه مرګ ژوبله رامنځته ته شوې، بريدګر نيول شوی او ښايي پوښتنې ځيني روانې وي

بل پلو بيا نامالومو وسلوالو د پاکستاني عسکرو پر پلې ګزمه برید کړی او دوه عسکر يې ځای پر ځای قتل کړي تراوسه پوري د دې برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې خو په دې سیمه کې تل پر پاکستاني عسکرو باندې د تحريک طالبان جهادي ډله ګذارونه کوي.

په دې وروستيو کې د پاکستاني عسکرو تلفات هم د پام وړ زيات شوي چې دوی یې په کور دننه د رامنځته ته کيدونکو امنیتي پيښو له لاسه بولي خو عامه نظريه دا ده چې افغانستان کې له جګړو سره سم د پاکستاني عسکرو تلفات هم زياتيږي، ځکه نو له دې امله داسې فکر کېږي چې په افغانستان کې وژل شوي پاکستاني عسکر په يوه او بل نامه باندي ښخيږي.

دا چې د مي را وروسته په افغانستان کې جګړو زور اخیستی له هغه را وروسته نن د پاکستاني عسکرو يوه وياند بابر افتخار وويل چې دافغانستان له نا امنیو سره جوخت پر پاکستاني عسکرو هم مرګوني بريدونه زيات شوي.

ده غوښتل په خپلو دې خبرو سره افغانستان تورن او ښکېل کړي خو په دې وروستيو کې هرڅه له بيان پرته ښکاره شول چې خبره څنګه او پاکستان څه کوي؟

په خيبر پښتونخوا کې ايالتي سياسيون او دپاکستان يو شمېر سياسونو له پاکستاني دولته وغوښتل چې بايد د افغانستان د اوسني خراب وضعیت په هکله رڼه او سمه پالیسي ولري او که چيري خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکړي نو ليري نه ده چې په خپل لاس بل کړي اور کې به سوځيږي.

 

Comments are closed.