The news is by your side.

ايا طالبان په پي ټي اېم بريد کوي؟

خبريال وېبپاڼه: خبريال وېبپاڼې د طالبانو ترمنځ د تبادله شويو پیغامونو یوه برخه ترلاسه کړې ده چې پکې طالب جنګيالي د پي ټي اېم په وړاندې د بريدونو خبره کوي.

په دغه صوتي غږونو کې طالب جنګيالي د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ددوی په وړاندې په تبلیغاتو کولو تورنوي او وايي چې ددوی سره بايد يا مستقيمې خبرې وشي او يا مجازات شي.

په دې صوتي بيانو کې وروسته راځي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هغه کسان چې په چمن کې ټپي وي، ناروغ وي هر ډول ددې غورځنګ غړي یې د طالب ټپيانو په نامه یادوي او منفي تبليغات کوي.

تېره ورځ د ډیوه ریډیو (امريکا غږ) سره په مرکه کې ځینو کسانو ويلي و چې دوی د چمن په لاره د افغانستان څخه وروړي ډېر زيات ټپيان وليدل چې په اغلب ګومان باندې د افغان پوځيانو سره په جګړه کې ټپي شوي و.

طالبان د خپلو خبرو په جریان کې وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د بېلابېلو ځايونو ويډيو ګانې اخلي او بيا یې د غلطو خبرو نشروي او يا هم په فېسبوک کې په لايف پروګرامونو کې ناست وي او د طالبانو خلاف ډېر ظالمانه دروغ وايي.

وروسته طالبان وايي چې بايد دوی ته سزا ورکړي او يو ډول بريد ورباندې وکړي مګر تر دې وړاندې وايی چې يو ځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خبرې وشي چې خپل کسان ددې کار څخه منعه کړي.

که څه هم تراوسه په رسمی ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ کوم مشر په دې هکله څه ندي ويلي خو تر دې وړاندې په بېلابېلو غونډو کې ددې غورځنګ مشرانو ويلي دي چې ددوی په سيمو کې د طالبانو جوړېدل بيا افغانستان ته استول، د هغوی بېرته راتګ ، کله جوړول کله له منځه وړل هغه څه دي چې ددوی سيمه ناکراره کوي او سخت زیان ورته رسوي له همدې د پاکستان حکومت بايد ددوی په سيمو کې دا کار ونکړي.

Comments are closed.