The news is by your side.

اشرف غني او عبدالغني يوه خبره وکړه

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د طالبانو او افغان حکومت د لوړ پوړو استازو د غونډې په جریان کې د طالبانو له لوري ملا برادر ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره يو قوي او اسلامي مرکزي نظام ته اړتيا ده.

د برادر له دغه خبرې سره ډېری افغانان او پخپله ولسمشر غني هم موافق دی، ولسمشر غني هم په افغانستان کې يو قوي مرکزي حکومت غواړي او طالبان هم په افغانستان کې د یو قوی مرکزي حکومت غوښتنه کوي.

ددې ترڅنګ دواړه ډلې د روانې جګړې د پای ته رسولو خبره کوي او په واضح ډول وايی چې په افغانستان کې کورونا ويروس خلک تنګ کړی دي وچ کالۍ د خلکو ژوند تريخ کړی دی د کډوالۍ پېغور ور په غاړه دی نو پکار ده چې سوله ژر تر ژره وشي.

خو ددې ټولو خبرو سره سره بيا هم دواړه لوري د خبرو او مذاکراتو سره سره په يو کال کې ونه توانېدل د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ حاصل کړي، نو له دې څخه په واضح ډول ښکاري چې ددواړو لوريو د خبرو او عمل ترمنځ تفاوت شتون لري.

د طالبانو وياند د الجزيرې سره په مرکه کې وويل چې د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ سبب حکومت دی، او تاوتريخوالی هم حکومت زيات کړی دی، ددې خبرې په استدلال کې هغه وويل چې د افغان حکومت ددفاع وزير پخپله اعلان وکړ چې حکومت پينځوس سلنه عمليات زيات کړي او طالبانو اوه سلنه، وړاندې شاهین وويل حکومت پخپله وايی چې په دې ورځو کې يې زرګونه طالبان وژلي دي نو چې حال داسې وي حکومت څه ډول د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه په طالبانو اچوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پخپله وروستۍ مرکه کې وويل چې د اختر څخه وروسته ددې په ځای چې حکومت د سولې د اوربند د دوام خبرې وکړي په څلورمه ورځ یې سمدلاسه د جګړې خبرې پيل کړې او د حکومت دوو قول اردو ګانو د عملياتو خبر ورکړ.

خو افغان حکومت بيا وايی چې طالبان په جدي مسايلو خبرو ته نه دي تيار، د استانبول په غونډه کې یې د ګډون څخه انکار وکړ او ولسواليو د سقوط په ډول یې جګړې ته بې ساری زور ورکړی دی.

Comments are closed.