The news is by your side.

د پاکستان له لوري د شرم ډک اعلان

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان له لوري ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت ته د ورکړل شویو ۴۸ ساعتونو نيمايي برخه هم تېره شوه د شپې ناوخته ددې هېواد د کورنیو چارو وزارت په خپل اعلان باندې يو ځل بيا افغانان غوسه کړل.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې هڅې یې روانې دي او ژر ده چې ددې پېښې عاملين به ونيسي او جزیات به يې د رسنیو سره شريک کړي خو هغه په عين حال کې وويل چې دا یوه نړیواله مسله ده او د هندوستان استخباراتي اداره هم پکې شامله ده.

په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ احمد رشيد پخپله وايي تراوسه تحقيقات ندي بشپړ شوي خو په هندوستان باندې په تور لګولو کې بيا د پوره بېړې څخه کار اخلي.

په حقيقت کې د پاکستان د حکومت دې افغانان ډېر حیران نکړل ځکه د پاکستان حکومت هرڅه په هند پورې تړي، خپلو ناکامیو ته نه ګوري سمدلاسه هره پیښه د هند په ګریوان کې ور اچوي، ډېری افغانان مخکې له دې چې د پاکستان حکومت دا خبر خپور کړي په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي و چې د پاکستان حکومت به هېڅ هم ونکړي صرف دومره به وايی چې په دې کار کې د هند لاس دی.

په داسې حال کې چې د پاکستان په ترټولو خوندي او ديپلوماتيکو سيمو کې دا ډول زړه بوږنوونکې پېښې کېږي ددې هېواد چارواکي ددې په ځای چې خجالت وباسي سمدلاسه په هندوستان بريد کوي او خپل لاس په هند پاکوي، خپله بې کفايتي سمدلاسه د هند د استخباراتو تر نامه لاندې پټوي.

افغان پوهان سپارښتنه کوي چې د پاکستان د حکومت څخه دې وغوښتل شي ترڅو ددې پېښې په تحقيقاتي ټيم کې د افغانستان د ملي امنیت افسرانو ته ځای ورکړي ترڅو افغانان په دې تحقيقاتو کې پخپله برخه واخلي او هرڅه یې تر سترګو لاندې وي.

Comments are closed.