The news is by your side.

د افغانې نجلۍ اړوند طالبانو د پاکستان په وړاندې مهم بيان خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې طالبان په اسلام اباد کې د يوې افغانې نجلۍ تښتول او شکنجه کول غندي.

طالبانو په خپل بيان کې ويلي دي چې د بشریت او انسانیت په ضد يو کار دی او دوی يې په سختو کلکو ټکو غندي، د بيان په وروستۍ برخه کې طالبانو د پاکستان په حکومت غږ کړی دی چې د مجرمينو د نيولو او په جزا رسولو کې بېړه وکړي او دا پروسه چټکه کړي.

نعیم وردګ پخپل ټویټر کې داسې ليکلي؛ ‏په پاکستان هیواد کې د یوې افغانې نجلۍ اختطاف یو اسلام او بشر ضد عمل او ظلم دی چې موږ يې په کلکو ټکو غندو.
او د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې د جنایت کارانو د نیولو او مجازات کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير ( د طالبانو د حکومت سفير) ملا عبدالسلام ضعیف هم د افغان سفير د لور تښتونې ته په غبرګون کې ويلي و چې د افغان سفير د لور بې عزتي د هر افغان بې عزتي ده او ددې پوښتنه بايد هر افغان د پاکستان څخه وکړي، ضعيف دا په پنجاب کې د افغان مېرمنې بې عزتي ګڼلې وه.

د افغانستان د سفير د لور د تښتولو او شکنجه کولو وروسته اوس تازه د افغانستان حکومت مهم اعلان کړی دی او ويلي يې دي چې د پاکستان څخه خپل سفير او لوړ پوړي ديپلوماتان بېرته را غواړي او تر هغه به بيا دوی پاکستان ته ونه استوي ترڅو د سفير د لور تښتونکي نیول شوي او مجازات شوي نه وي.

عام افغانان هم پرون په کابل کې راټول شوي و او د پاکستان د سفارت په وړاندې یې لاریون و کړ د افغان سفير د لور اختطاف کول او شکنجه کول یې بشر ضد عمل وباله او د افغانستان د حکومت څخه يې غوښتل چې د پاکستان سفارت دې په کابل کې وتړي.

د افغانستان د سفير د لور د تښتونې په وړاندې غبرګونونه په داسې حال کې د زياتېدو په حال کې دي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی چې ددې پېښې عاملين ونيسي.

Comments are closed.