افغان حکومت د پاکستان په وړاندې غوره او مردانه اقدام وکړ

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله عل خیل وتښتول شوه او بیا سخته شکنجه شوې وه، د افغانانو سخت غبرګونونه يې را و پارول او سخت غوسه دي.

عامو افغانانو له افغان دولته و غوښتل  چې په کابل کې د پاکستان سفارت وتړي او ټول ډیپلماټان يې له دې هېواده وشړي او په اسلام اباد کې خپل سفارت وتړي او ټوله عمله يې کابل ته راولي.

د ملت د دې غوښتنې سره سم د افغانستان ولسمشر امر کړی ترڅو اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د برمته کولو او تر څو چې مجرمین په جزا نه وي  رسیدلي او همدارنګه د افغان سفیر او ډیپلماټانو امنیت د خوندیتوب تضمین نه وي  ورکول شوی باید سفیر او ډیپلماټان کابل ته راشي.

د افغان حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ترڅو افغان سفیر او ډیپلماټان باید کابل ته را وغوښتل شي.

د سلسلې علي خیل د قضیې په هکله پر ټولنیزو رسنیو باندې عامو افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي او له افغان دولت څخه پکښي غوښتل شوي چې باید له پاکستان سره هر راز ډیپلماټیکي او ستراتژیکي اړیکې پرې کړي او له کابله د دې هېواد سفیر وشړي.

دغندونو په لړۍ کې ان د وسلوالو طالبانو یوه ویاند هم په دې هکله خپل دریځ څرګند کړ او د سلسلې علي خیل ربوړنه يې غندلې او له پاکستانه يې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان تیره ورځ په خپلو  امنیتي ادارو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی ترڅو د سلسلې علي خیل د ربوړنې او برمته کولو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري خو د پآکستان د کورنیو چارو وزیر د عمراخان له خبرو څو ساعته وروسته د سلسلې علي خیل قضیه کوچنۍ بللې او زیاته يې کړه چې دا موضوع د هند له لوري لویه شوې.

تر دې وړاندې هم پاکستان په ورته ناسمو کړنو سره افغان ډیپلماټان او ان یو ځل افغان سفیر هم وتښتاوه چې  هغه مهال د دې قضیو  په هکله دومره جدیت نه وو، ښودل شوی چې اوس بیا داده تکرار  شو

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More