The news is by your side.

ولسمشر؛ خلک دې روغتیا پالانو سپارښتنې عملي کړي

خبریال وېب پاڼه/ولسمشر غني د یو ویډیویي پیغام له لارې یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ وکړ چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا پالانو لاروښوونې جدي وګڼي.

محمد اشرف غني په یو تازه ویډیویي پیغام کې چې نن له ماسپښین دوې بجې خپور شو، پر ولس غږ وکړ چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې چې یوه نړیواله وبا ده، د روغتیایي بنسټونو او روغتیا پالانو لارښوونې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰۹۲ کسان لړلي دي چې له ډلې یې تر ۱۵۰ زیات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي او د دغې وبا له امله ۳۶ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۹۸ نورې پېښې تر څېړنې لاندې دي.

په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو په زیاتېدو سره د وسلوالو اورپکو بریدونه هم ډېر شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

نن په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر هم د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدل وغندل او دا یې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې یو بد حالت وباله. نوموړي زیاته کړه چې کرونا وبا لوی او امن هېوادونه هم سخت ځپلي دي نو په وینا یې افغانستان کې تاوتریخوالی هم په کم سارې توګه زیات شوی دی، چې دې حالت د کرونا پر وړاندې مبارزه ډېره ستونزمنه حتی د نا شونتیا تر سرحده رسولې ده.

د کرونا وبا له راتګ سره سم او له امریکا سره د طالب اورپکو له اوربند وروسته د دغې وسلوالې ډلې لخوا په افغان امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی دی. په تېرو څه کم دوو میاشتو کې د طالب وسلوالو لخوا په هېواد کې شاوخوا سل ملکیان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي هم دي.

افغان حکومت او نړیواله ټولنه اندېښمن دي چې د طالب اورپکو لخوا د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره په هېواد کې د کرونا له امله لوی بشري ناورین را منځته نه شي.

سکاټ مېلر زیاتوي چې له جګړې سره هم مهاله د کرونا پر وړاندې مبارزه به د هېواد راتلونکې ته بې سارې بدې پایلې ولري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم څو ځله پر وسلوالو مخالفینو غږ کړی ؤ چې د کرونا وبا په خاطر په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي تر څو روغتیا پالان لرې پرتو سیمو ته روغتیایي مرستې او تجهیزات ورسوي خو د طالبانو لخوا ورته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

ښاغلي غني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې کرونا ټوله نړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده خو په وینا یې د دولتونو او ملتونو ګډو هڅو دغه وبا په نسبي توګه مهار کړې ده. نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا خطر به د ولس او حکومت په ګډه همکارۍ له منځه وړو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance