The news is by your side.

د غور- هرات لویې لار یو ځل بیا سقوط وکړ 

خبریال وېب پاڼه/ د غور د ولایتي شورا غړي او د مدني ټولنو فعالان د طالبانو له لوري د غور- هرات ولایتونو د لویې لارې د سقوط په اړه اندیښمن دي.

دوی د غور – هرات لویې لارې د سقوط په اړه اندېښنه څرګنده کړه او امنیتي چارواکي یې د دې لارې په خوندي کولو کې پر نه پاملرنې تورن کړل.

دوی وايي چې د دې لارې سقوط سره به د غور ولایت اوسیدونکي له اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ شي.

د غور ولایت اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې ستونزې لامل بولي.

په غور کې مدني فعالان وايي، حکومت غیر مسؤولو وسله والو تمویل او تجهیز کوي، خوبیا همدا ډلې بیرته د حکومت په خلاف جنګیږي.

دوی د مرکزي او سیمه اییزو حکومت څخه غواړي، چې د لارې په اوږدو کې تصفیوي عملیات پیل کړي ترڅو د مرکزي سیمو اوسیدونکي وکولی شي په دې لاره کې سفر وکړي.

له بلې خوا په غور کې سیمه اییز چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت شهرک ولسوالۍ د کمنج سیمه د طالب وسله والو څخه بېرته ونیوله د غور د والي ویاند، محمد عارف عابر وايي، چې طالبان په پرله پسې ډول د غور – هرات د لویې لارې په نیولو د خلکو ځورولو هڅې کوي.

د غور- هرات لویه لاره د غور ولایت یو له مهمو لارو څخه شمېرل کیږي  چې دوه میاشتې وړاندې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او څه باندې ۳۰۰ وسله وال طالبان له دولت سره یوځای شول، خو دوه ورځې وړاندې طالبانو یو ځل بیا دغه لاره ونیوله.

په څو وروستیو ورځې کې د هېواد په یو شم ر ولایتونو کې طالبانو  پنځه ولایتونو باندې بریدونه کړې دي.

د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ کې په یوه امنیتي پوسته باندې د طالب وسله والو د برید په ترڅ کې نوولس تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

په فاریاب، بادغیس، ارزګان او بلخ ولایتونو کې د سیمه اییزو پولیسو په پوستو باندې د طالبانو له لوري هم بریدونه شوي دي او ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت په دې ولایتونو کې د طالبانو بریدونه مني خو ټينګار کوي چې په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.