The news is by your side.

لغمان کې د کرونا ۵۰ بیستریز روغتون پرانیستل شو

خبریال وېب پاڼه/د لغمان ولایتي چارواکي په مهترلام ښار کې د کویډاـ۱۹ ناروغانو ته د ۵۰ بیستریز روغتون د فعالېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت چارواکي وایي چې د مهترلام ښار د روغتون پخوانۍ ودانۍ یې د کرونا وبا ناروغانو ته ځانګړې کړې ده او د تجهیزاتو له رسېدنې سره سم ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

د دغه روغتیایي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې چې د لغمان له والي محمد اصف ننګ سربېره، د عامي روغتیا، کلیو بیارغونې رییس، مهترلام ښاروال او د ولایتي شورا غړې راضیه نیازۍ ګډون درلود، د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي وویل چې دوی د مهترلام ولایتي روغتون په پخوانۍ ودانۍ کې یې د کرونا ویروس ناروغانو د تجرید او درملنې پنځوس بستریز روغتیایي مرکز د ناروغانو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپاره.

نوموړی وایي، په دې روغتون کې په کرونا ویروس باندې د اخته کسانو لپاره د بیستر او نورې ټولې اسانتیاوې برابرې شوې. ښاغلي جلیلي همداراز وویل چې د قرنطین او بیستر خونو لپاره یې ټول تجهیزات په واک کې دي او په خورا ښه ډول به د ناروغانو معالجه کیږي.

د لغمان والي آصف ننګ وویل چې په نیږدې راتلونکي کې به ۳۰۰ بستریز بل کمپ او قرنطینه محل هم په لغمان کې پرانیزي.

ښاغلي ننګ ددې ولایت ټولو ولسونو څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې له کرونا څخه د ژغورنې په موخه دې د روغتیاپالانو مشورې په پام کې ونیسي او له خپل ژوند سره دې لوبې نه کوي.

نوموړي وویل، د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې چارې په خورا ښه شکل روانې دي او ډير ژر به له دې افته څخه ځپلو او اړمنو سره د مرستو د وېش لړۍ هم پیل شي.
له بله بیا ۱۰۰ دانې د ډاکټرانو لپاره محافظتي PPE کېټونه او ۷۰۰ بستې ضد عفوني او د صایونو مایعې هم وویشل شوې.

نن د یوې یوې بلې غونډې په ترڅ کې چې د لغمان د پینځو ولسوالیو او ولایتيی چارواکو تر منځ وشوه، د دغه ولایت ښاروال خلکو ته ډاډ ورکړ چې له مرکزي حکومت څخه یې د ۲۰۰۰ کورنیو لپاره مرستې غوښتې دي چې په وینا یې ډېر ژر به ورته ورسېږي. نوموړي په دغه ولایت کې د د ګرځبندیز په پلي کولو هم ټینګار کړی ؤ او له ولس څخه یې وغوښتل چې له دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال مې ده چې تر دې وړاندې د لغمان ولایت د کویډاـ۱۹ ناروغام ورڅېرمه ننګرهار ته د درملنې لپاره تلل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.