The news is by your side.

ولسمشر غني ولي‌ د کرونا ټیسټ‌ وکړ؟

خبریال ویبباڼهولسمشر ماڼۍ اعلان وکړ چې محمد اشرف غنياو لمړۍ مېرمنې رولاغني د کرونا ټیسټونه کړي او نتیجه یې منفيده .

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقيپر خپله ټویټر پاڼه لیکليدي :‌«ولسمشر غني روغ رمټ دی او د دولت ټولې چارې رهبري او مدیریت کوي

اوس پوښتنه داده چې ولي اشرف غنياړ شو چې د کرونا ټیسټ وکړي؟

د ارګ ځینيکسان له تېرو دریو اونیو راهیسته په کرونا وایرس ککړ شوي دي ؛ خبریال ویب پاڼې لمړیو کې د (۷) وروسته د (۱۲) تر هغه وروسته د (۲۰) او بیا د (۳۰) هغو چارواکو د کرونا د مثبتو پېښو خبر ورکړ چې په ارګ کې کار کوياو ولسمشر ته نېژدې دي .

دروغتيا وزارت چارواکو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې په ارګ کې د ولسمشر نېژدې کسان او یو بهرنی مشاور په کرونا وایرس ککړ شويدي . هغه مهال د ارګ چارواکو د خبریال ویب پاڼې راپور رد کړ خو تېره ورځ یې ومنل چې په ارګ کې (۲۰) کسان په کرونا ککړ شويدي‌.

دارګ یوې سرچینې چې نه غواړينوم یې واخیستل شيخبریال ویب پاڼې ته وویل چې په کرونا ککړو کسانو کې داسيمامورین شامل دي چې له ولسمشر غني سره په تماس کې شوي دي .

هم دا علت وو چې ولسمشر غنياو رولا غنيد کرونا وایرس ټیسټونه وکړل .‌ په افغانستان غونديهیواد کې چې کرونا پوره سیوری غوړولی لا اوس هم افغان چارواکيهڅه کوي چې د کرونا ککړو او ددغه بد مرغه ناروغيناروغينه د وژل شویو کسانو شمېر پټ وساتي ؛ کار پوهان یې علت دا بوليچې نړۍ واليټولنې له افغان حکومت سره پراخيمرستي کړي او افغان حکومت نه غواړيچې نړۍ واليټولنې ته وروښيي چې ګواکې مرستيپرځای نه ديلګېدلې .

دروغتیا وزارت چارواکي له رسمي تاید پرته واييچې په افغانستان کې په کرونا تر (۶۰) زرو زیات کسان ککړ شويدي او د کرونا وژلو شمېره هم خورا لوړه ده ؛ خو حکومت نه غواړي چې دا شمېرې د دم ګړي لپاره را څرګندي کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance