The news is by your side.

کور او جایداد نلرم خو د ناروغانو درملنې ته را دانګم

خبریال وېب پاڼه/په مشرانو جرګه کې د افغان اهل هنود لږکیو استازې انارکلي هنریار وایي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې بېرته خپل مسلک ډاکترۍ ته را ګرځي.

ډاکتر انارکلي هنریار وایي زه ځمکې او جایدادونه نه لرم خو کولی شم د کرونا وبا پر وړاندې بېرته خپل مسلک ډاکترۍ ته را وګرځم او خپلو دردېدلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شم. نوموړې زیاتوي چې خپل شخصي کور هم نه لري او په کرایه کور کې اوسېږي، کنه په وینا یې خپل کور به یې د کرونا وبا ناروغانو ته ځانګړی کړی ؤ.

سېک لږکي په افغانستان کې یوه بې پرې او په هېواد مینه قبیله ده چې ښایي تر بل هر وړوکي قوم یې د هېواد روانې بدمرغۍ ته زیاته قرباني ورکړې وي خو سره له دې ټولو بدمرغیو بیا هم د هېواد لپاره د دوی مینه نه کمېږي.

تېره میاشت د اهل هنود په یوه عبادت ځای (درمسال) باندې برید وشو چې تر ۲۵ زیات کسان په کې ووژل شول. په وژل شویو کسانو واړه او معصوم ماشومان او ښځې هم شاملې وې. تر هغې دوه کاله مخې هم په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید د ګڼ شمېر سېکانو ژوند اخیستی ؤ.

خو دغې په هېواد مینو سېکانو په بیا، بیا همدا نارې وهلې چې زموږ وینې د هېواد له سرتېرو زیاتې نه دي او وایي چې د خپل هېواد لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي. د رنجیت سېنګ په نوم یوه سېک تېره میاشت د دوی پر درمسال له برید وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو:

((تر څو چې یو افغان وي، تل به دا افغانستان وي،

نن یې ۲۵ اهل هنود را ته په حق ورسول، موږ تر هغو سرتېرو زیات نه یو چې په فراه کې هغه بله ورځ شهیدان شول. موږ له هېڅ افغان نه برتر نه یو، خو دا هیبتي ځناور به په شریکه ختموو. تر دې هم زیاتې قربانۍ ورکوو. خارجي ملکونه موږ ته د تابیعت درخواستونه کوي خو موږ دا وطن په هېڅ صورت نه پرېږدو))

د سېکانو دغې هېوادنۍ مینې او حماسوي خبرو د دېرو هېوادوالو له سترګو اوښکې وبهولې.

انارکلي هنریار خبریال وېب پاڼې ته وویل چې نوموړې په کابل یا کوم بل ولایت کې جایداد نه لري، کنه په خبره یې اوس به یې د کویډاـ۱۹ ناروغانو د خدمت لپاره ځانګړی کړی ؤ. نوموړې همداراز زیاته کړه چې خپله په یو کرایي کور کې اوسېږي نو ځکه خو غواړي خپلو هېوادوالو ته د چوپړ دین له ډاکترانو سره اوږه په اوږه د کرونا د ناروغانو عملي خدمت کې ادا کړي.

په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې او پارلمان بل هر غړی/ې د لویو آپارتمانونو او سترو پانګو خاوندان/ې دي خو نوموړې لا هم په کرایي کور کې شپې سبا کوي او د هېوادوالو لپاره دومره صاف نیت لري چې د ناروغانو لپاره بېرته خپل طبي مسلک ته را ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا له امله د هېواد په لویو ښارونو او ولایتونو کې د کرنتین له امله ګڼ شمېر خلک له بېوزلۍ او فقر سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.