سکاټ مېلر: افغانستان کې د کرونا مخنیوی ناشونی دی
خبریال وېب پاڼه/ د سولې په بهیر باندې د کرونا سیوری
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، ترڅو پورې چې افغانستان کې سوله ټینګښت ونه مومي د کرونا مخنیوی ناشونی دی.
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخوالي د سولې موضوع تر ګواښ لاندې نیولې ده.
ځینې امریکايي سرچینو ویلي دي، که چیرې د کرونا ویروس پراخوالي دوام سره د دواړو لورو ترمنځ زندانیان کووید نولس له امله ووژل شي ښايي چې دا د سولې بهیر له ډېرې ستونزې او ځنډ سره مخ کړي.
خو د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونه د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د کرونا په مبارزه کې مرسته کوي.
غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي دي، چې د افغانستان په پروان پنجشیر ولایتونو کې امنیتي ځواکونو سره ماسک، دستګش او مېکروب ضد مایع ویشلي دي.
غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي دي چې ناټو روغتیا ناورین اوسنیو شرایطو سره بیا هم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د سلا او مشورې ښوونې په برخه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي ترڅو پورې د سولې ټینګښت له پاره زمینه برابره شي.
افغانستان کې کرونا او په هم مهاله توګه د خوراکي توکو لوړې بیې، ولس ته په یو سرخوږي بدلې شوي دي.
افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس مثبتې پېښې له زرو پورته شوي چې ١١٠ په کې روغتیا پالان دي.
افغان حکومت اوس په یو شمېر تګلارو کار کوي، چې وشي کولی کرونا مهار کړي او که یې مهار نه شي کړی نو خلکو سره په دې کرونایي او سخت وضعیت کې مرستې وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.