The news is by your side.

د خوست د والي پر موټریز کاروان چاودنه شوې

خبریال وېب پاڼه/نن سه شنبه سهار د روانې اپرېل میاشتې ۲۱ مه نېټه د خوست د والي پر موټریز کاروان باندې چاوندنه شوې ده.

د خوست د والي ویاند طالب منګل رسنیو ته ویلي دي چې نن سه شنبه سهار د خوسخت په لویدیځه څنډه کې د دغه ولایت د والي پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده چې له امله یې ۸ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه هغه مهال را منځته شوه چې د خوست والي حلیم فدایي موټریز کاروان تېرېده او د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد. ویل کېږي چاودنه خپله د والي پر موټر شوې ده خو ده ته په کې زیان نه دی اوښتی. ویل کېږي د والي په تعقیبي موټر کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالب اورپکو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او تېره ورځ یې په څو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تېره ورځ د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې د وسلوالو طالبانو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید برید شوی ؤ چې په کې ۵ پولیس سرتېري شهیدان شوي او دری نور ټپیان شوي هم وو. په ورته وخت کې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې برید کړی ؤ چې له امله ۱۹ سیمه ییز پولس شهیدان او ۵ نور ټپیان شوي وو.

طالب اورپکو وروسته له هغه خپل بریدونه زیاتوي چې تېره میاشت یې له امریکا سره د سولې لومړنی هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د طالبانو او دولت د بندیانو له تبادلې سربېره د تاوتریخوالي د کمېدو یادونه هم شوې وه خو برعکس د پخوا په پرتله دغې ترهګرې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په ټول هېواد کې یې ګڼو ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته د سر زیان اړولی دی.

په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د طالب اورپکو ټول بریدونه او تاوتریخوالی صفر شوي دي، په ولسي کچه د افغانانو تمه وه چې طالبان به نور د خپلو هېوادوالو پر وړاندې وسله پورته نه کړي، خو دغې اورپکې ډلې د عامو افغانانو دا فکر هم غلط ثابت کړ او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړ.

د خوست پر والي د برید په پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی خو دا ډول پېښې اکثر د وسلوالو طالبانو لخوا کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.