The news is by your side.

د امریکا له لوري د هوايي بریدونو د ډیروالي خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال  کینټ مککنزي د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي وروسته خطرناکه خبرداری  ورکړی او زیاته کړې يې ده چې دوی د افغان ځواکونو  ملاتړ ډیروي.

دې امریکايي جنرال ویلي چې  له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه له دې وروسته خپل هوايي بریدونه زیاتوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

جنرال مککنزي نن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی چې د دفاع وزیر ترڅنګ يې له افغان ولسمشر سره هم لیدلي او له هغه وروسته يې د یوې خبرې غونډې پر مهال د خپل سفر جزیات شریک کړل.

امریکايي ځواکونو د کندهار ولایت د نا امنیو وروسته له بهره خپل لومړي بریدونه همدلته پر طالبانو وکړل خو دا يې ونه ویل چې له اګسټ میاشتي وروسته چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وزي ایا داسې بریدونه به ترسره کیږي که نه؟

امریکايي ځواکونو دوه ورځې  وړاندې اعلان وکړ چې  د هلمند او کندهار په ګډون يې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه ترسره کړي او د دوی دا ډول بریدونه به پر وسلوالو طالبانو باندې دوام ولري.

چې له دې بریدونو وروسته وسلوالو طالبانو په دې هکله غبرګون وښود او د امریکال له لوري يې دا کار د دوحې  له هوکړې څخه ښکاره سرغړونه وبلله او زیاته يې کړه چې د دې بریدونه بعدي عواقب به د امریکا پر غاړه وي او امریکا يې مسؤله ده.

خو دا چې نن  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان دا خبره کړې نو  ښايي یوځل بیا د امریکا هوايي بریدونه زیات شي او ورسره هممهاله وسلوال طالبا یو ځ بیا غبرګون وښيي.

اوس مهال د کندهار ولایت په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو  ترمنځ درنې نښتې روانې دي چې ویل کیږي د کندهار ښار یو شمېر سیمې هم وسلوالو طالبانو نیولې دي او لاهم د جګړو د سختیدلو امکان شته.

تراوسه پوري افغان دولت په دې نه دی توانیدلی ترڅو له لاسه لویدلی ناسم جګړه ییز مدیریت کابو او پر روانو خرابو حالاتو سلطه پیدا کړې خو دوی د ادلون بدلون په وسیله د دې چارې کوښښ کوي

Comments are closed.

koi finance