The news is by your side.

د شپې بندیز د حکومتي کنټرول د ضعف په مانا دی؟

خبريال وېبپاڼه: تېره اونۍ حکومت د شپې د ګرځېدو په هکله خپله تازه پرېکړه اعلان کړه، ددې پرېکړې په بنسټ د افغانستان په مطلق اکثریت ښارونو/ ولايتونو کې د شپې د لسو بجو وروسته هېودوال نشي کولای بیرون ته راووځي.

دغه پرېکړه په ښکاره د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره شوې ده، خو ښکاري داسې چې ددې پرېکړې ټول اړخونه د چارواکو له لوري په ښه ډول ندي سنجول شوي.

د یوه لوري په دې پرېکړه کې داسې يو حس دی يانې دداسې يو حس په بنسټ ترسره شوې ښکاري چې حکومت د شپې عمومي تګ راتګ بند کړي او په دې ډول باندې که د شپې له لوري هر حرکت وشي نو مشکوک حرکت به وي او حکومت به یې د له منځه وړلو پرېکړه کوي.

خو حقيقت څه دی آيا حکومت ددومره پراخ تعقيب او عملياتو وس لري؟

نخير، که په ځير سره د هېواد حالاتو ته وګورو نو حکومت تر ډېره په دفاعي حالت کې دی او ورسره هغه سيمې نشي خلاصولی چې طالبان پکې په ټوله مانا فعال دي او حکومت یې د هدف ګرځولو لپاره د هېڅ مانع سره ندی مخ، نو چې حکومت د طالبانو له لوري نیول شوي د ولسواليو تعميرونه نشي خلاصولی د عسکرو محاصرې ته نشي رسېدلای په ټول ملک کې به د شپې هر حرکت څه ډول تعقيبوي.

پرېکړه خلک متضرروي

په دې پرېکړه يو لوی زيان د عامو خلکو دی، په داسې حال کې چې هېواد د وچ کالۍ سره مخ دی او په ډېرو سيمو کې خلک په نوبت سره اوبه ږدي او دا نوبت ډيرو خلکو ته د شپې له لوري ورسېږي او خلک د شپې خپل پټي او ځمکې اوبوي.

نو حکومت څه کوي ايا دا خلک د نورو ستونزو سره هم مخ کوي او که د طالب په شکل به يې هدف ګرځوي.

د حکومت مقام ته زيان لري

له دې پرېکړې داسې يو حس راوزي چې حکومت د خپل نه حاکمیت او د نه کنترول له وجې اوس په عام ډول هېواد بندوي.

طالبان په ښکاره د هېواد په ډېری برخو کې شتون لري او د ورځې عمليات ترسره کوي حکومت دې ولاړ شي د هغوي مقابله دې وکړي د شپې لپاره له لوري د ټول هېواد تړل څه مانا.

تېره ورځ د تخار ولايت يوه ډله اوسېدونکو په کابل کې خېمه وهلې وه او د حکومت څخه يې غوښتل چې په سيمه کې يې امن راولي خو د ولسمشر لومړي مرستيال ورته ويل ولاړ دې شي د حکومت څخه دې وسلې واخلي او پخپله سيمه کې دې د طالبانو مقابله وکړي.

دا نو د حکومت له لوري عملي اعتراف دی چې د خلکو امنيت نشي ساتلی او په خلکو اواز کوي چې خپل ځان پخپله وساتي.

Comments are closed.

koi finance