The news is by your side.

ترهه ګر پاکستان هند تورن کړ ترهه ګر ور استوي

خبریال ویب پاڼه/ موئید یوسف د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په خپلو تازه څرګندونو کې هند د دوی پر ضد په ترهه ګریزو فعالیتونو تورن کړ او زیاته يې کړه چې د دې هېواد دا  کړنې د منلو وړنه دي.

د پآکستان د ملي امنیت سلاکار له یو شمېر هنددي رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې هند د پاکستان پر ضد ترهه ګریز فعالیتونه ترسره کوي او د افغانستان د خاورې په کارونې  سره پاکستان ته ترهه ګر اړوي.

هغه له هنده  وغوښتل چې باید دنورو په چارو کې له لاسه وهنې اجتناب وکړي او په وینا يې داسې کړنې د هند او پآکستان ترمنځ اړیکې نورې هم خرابولی شي.

موید تور پوري کړ چې هند خپل وګړي د کار کولو په نوم افغانستان ته استوي خو هلته دوی په په دا دنده لري چې ترهه ګر پاکستان ته واړوي که څه هم د ملي امنیت سلاکار دخپلو ادعا وو، په هکله کوم ثبوت وړاندې نه کړ خو زیاته يې کړه چې د هند دا کار اسلام اباد ته د منلو وړنه دی.

ده د دې پوښټنې په ځواب کې که چیري طالبان په زور واک ته ورسیږي ستاسو غبرګون به څه وي وویل په دې اړه به د نړیوالې ټولنې غبرګون ته انتظار وي او تر هغه وخته څه نه شي  کولی

پاکستان د هند له ویري هیڅ ارام نلري او د خپل ځان په وړاندې د هند له هر احتمالي برید څخه ډار لري ځکه نو يې دا چاره ترسره کړې او ویلي يې دي چې هند د دوی پر ضد افغان خاوره استعمالوي.

اصلي  خبره داده چې  پاکستان په سیمه  کې د ترهه ګرۍ تر ټولو لوی تمویلوونکی او ملاتړی هېواد چې د هند د یو شمېر برخو په ګډون افغانستان هم د دوی د ملاتړو ترهه ګرو څخه نا ارامه دی.

پاکستان په خپل وروستۍ دریځ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د هند د استخباراتي ادارې (را) نژدې ملګري او خپل دښمنان بللي او له همدې امله یې یو شمېر سیاسونو د محب لیدنه چې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره يې کړي وارخطا کړي

Comments are closed.