The news is by your side.

احمدي نژاد طالبانو ته مهم  پیغام ورکړ

خبریال ویب پاڼه/ د ایران پخواني ولسمشر محمد احمد نژاد په افغانستان کې د طالبانو له لوري د وروستیو جګړو او د دې ډلې له لوري د پرمختګ په هکله غبرګون ښودلی او طالبانو ته يې واضح پیغام ورکړی.

هغه طالبانو ته په خطا ب کې ویلي چې هېواد خپل ورانوئ ګټه يې د نړۍ زبر ځواکونه وړي نژاد ویلي د طاالبانو اوسنۍ کړنې یوازې د نړۍ د زبر ځواکونو او د دوی پلانونو ته ګټه رسولی شي.

ده په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو له لوري اوسنۍ کړنې د منلو وړ ننه دي چې افغانستان يې د جګړې په ډګر بدل کړی دی، هغه ادعا کړې چې اوس مهال د سیمې د قدرتونو ملاتړ له طالبانو سره دی خو دوی دي په دې پوی شي چې یوه ورځ يې دا هېوادونه له ملاتړه لاس اخلي او په وړاندې يې دریږي.

ده طالبان مخاطب کړي چې کړنې يې یوازي مستکبرو هېوادونو ته ګټه رسوي او افغانستان ته یې یوازي زیانونه رسیږي

د نژاد په خبره افغانان مستقل خلک دي او د دوی رايي ته باید درناوی وشي او حق لري چې د ازادو ټاکنو له لارې خپل راتلوونکی وټاکي

احمد نژاد پر داسې  مهال دا څرګندونې کوي چې له افغانستان ټول بهرني سرتیري وتلي او یوازي کم شمېر امریکايي پوځيان پاتي دي چې هغه به هم ډیر ژر خپله د وتلو پروسه له افغانستانه بشپړه کړي.

د امریکايي او ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په سیمه ییزه کچه اندېښنې زیاتې شوې او داسې انګیرل کیږي چې افغانستان به د کورنۍ جګړې سره سره د ترهه ګرۍ په یوه لوی مرکز  هم بدلیږي چې بیا به ټولې نړۍ او سیمې ته خطر وي.

تراوسه پوري د وسلوالو طالبانو له لوري د سولې کولو لپاره هیڅ راز اراده نه ده ښودل شوې او نه هم د سولې خبرو کې داسې پرمختګ رامنځ ته شوی چې له مخې يې عام افغانان په دې باور وکړي چې سوله راتلوونکې ده خو امریکا او نور هېوادونه وایي چې د افغانستان لپاره به سوله راځي او د افغانستان معضله به د خبرو له لارې حل مومي خو روانه خونړۍ جګړه دا ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کولای شي.

Comments are closed.