The news is by your side.

د طالبانو او حکومت تر توافق وروسته د طالبانو لومړی اقدام

خبريال وېبپاڼه:د طالبانو او حکومت تر توافق وروسته د طالبانو لومړی اقدام: طالبانو د سياسي دفتر وروسته له هغه چې د افغان حکومت سره د کورونا ويروس سره د ګډې مبارزې او همکارۍ په هکله توافق وکړ اوس یې د نړيوالو هېوادونو او خيريه موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تسنیم خبري اژانس د اسپوتنيک له قوله ليکلي دي چې طالب وياند سهيل شاهين د نړيوالو هېوادونو او خيريه موسسو څخه د کورونا سره د مبارزې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

شاهين اسپوتنيک ته په خبرو کې ويلي دي چې ددوی ترلاس لاندې په ډېری کليوالي سيمو کې د کورونا ويروس په زیاتېدو دی خو ددوی سره یې د مخنیوي لپاره امکانات ډېر کم او په نشت حساب دي.

شاهین ويلي چې کلي ددوی په لاس کې دي او د هېواد ډېری خلکو په کليو کې ژوند کوي، په دې سيمو کې موږ تر خپلې وسې خلکو ته معلومات ورکوو مګر په بنسټيز ډول د ويروس د مخنیوي لپاره اړتيا ده چې واکسينونه په اختيار کې ولري.

د طالبانو د سياسي دفتر دغه وياند وايي چې دوی او افغان حکومت د اختر څخه وړاندې په مذاکراتو کې توافق کړی و چې د کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې به همکاري کوي او د هر ډول مزاحمت څخه به خودداري کېږي.

دوی وايي چې نړيوال هېوادونه او خيريه موسسې بايد ورسره د واکسین په برخه کې مرسته وکړي ترڅو خلک ژر ژر واکسین شي ددې ترڅنګ بايد د اوکسيجن د تولید په برخه کې ورسره مرسته وشي ځکه دوی د اوکسيجن د تولید د کمښت سره مخ دي.

تراوسه په دې هکله دقیق معلومات نشته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې روغتيايي کار کوونکي خوندي دي او که نه، طالبان وايي چې دوی به د روغتيا کارکوونکو پوره امنیت نيسي خو ډېری روغتيايي کار کوونکي بيا هم وهم او وېره لري.

Comments are closed.