The news is by your side.

ایران د طالبانو سره د اوبو د مسلې راپور خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: د ایران د دولتي تلويزيون پرېس وي وي د خبر په بنسټ طالب چارواکو ددې هېواد استازو ته ډاډ ورکړی دی چې د اوبو د مسلې په هکله به د ايران سره کومه ستونزه ونلري.

د ياد شوي تلويزيون د خبر په بنسټ طالبان دې ته ژمن دي چې د اوبو د مسلې د حل لپاره د ياد لوري سره خبرې وکړي، خيرالله خيرخواه د طالبانو په استازيتوب دې رسنۍ ته ويلي دي چې د اوبو په برخه کې به د ايران سره کومه ستونزه ونلري او که کومه ستونزه موجوده وي هم نو نړيوال قوانين شتون لري د هغه په بنسټ به حل شي.

د خيرالله خيرخواه په خبره چې ځينې توافقنامې موجودې دي د ايران سره چې د ستونزې په مهال هغه ته هم مراجعه کېدی شي، خو خیرخواه زياتوي که د نیت خبره ستونزه ونلري او د ټولو نیت ښه وي نو د اوبو په مسله کې به هېڅ ډول ستونزه رامنځته نشي.

د طالبانو د دوحې د سياسي دفتر دا غړی په داسې حال کې ايران ته د اوبو د مسلې په هکله کلک ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د موجود حکومت او ايراني لوري ترمنځ د اوبو مسله په يوه جنجالي مسله بدله شوې ده.

ايران د افغانستان په غرب کې د جوړېدونکې بندونه مخالفت کوي او حکومت یې ان تېر ځل ګواښ وکړ چې که د بندونو جوړول د افغانستان په غرب کې دوام وکړي نو دوی به د بلې لارې څخه هم ددې مخنیوي په برخه کې لاس ونه نيسي.

په دې وروستيو کې د هېواد په غرب کې په ګڼو بندونو د بېلابېلو وسله والو له لوري بریدونه شوي دي چې ګڼ شمېر بند ساتونکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارو ځینې څارونکي اندېښنه ښيي چې د ايران او طالبانو ترمنځ نږدې والی بې څه نه دی او کېدی شي چې طالبانو په دې اړوند ايران ته غوړې وعدې ورکړې وي.

Comments are closed.

koi finance