The news is by your side.

پنټاګون  د افغان پوځ په هکله  تازه څه ویلي

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم د طالبانو له لوري د وروستیو جګړو د پيلدو او ګواښونو د ډیریدلو له کبله غبرګون ښودلی او افغان ځواکونه يې جګړې کولو ته را بللي.

لوید استین ویلي چې په افغانستان کې  جګړو زور اخیستی او افغان ځواکونه يې په وړاندې مقاومت کوي، هغه ویلي افغان ځواکونو ته تر ټولو دا مهمه ده چې د طالبانو د پرمختګ مخینوی وکړي او سیمې ترې ونه نیسي.

هغه وویل افغان پوځ د امریکا پوره ملاتړ له ځان سره لري او دوی هم باید واک ته د رسیدلو لپاره د طالبانو د کړنو مخنیوی وکړي او د دې ډلې چټکتیا را کمه کړي.

امریکا پر داسې مهال پر افغان ځواکونو د جګړو کولو ږغ کوي  چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې جګړې روانې دي او له امله يې زرګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پریښودلو ته اړې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې امریکا د لومړي ځل لپاره له بهره د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه وکړل چې په هکله یې طالبانو کلک غبرګون وښود او د امریکا دا کړنه یې وغندله هغوی وویل چې دا امریکا له لوري هوايي بریدونه د دوحې د ۲۰۲۰ کال له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

خو امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د دوی هوايي بریدونه به د افغان ځواکونو په ملاتړ دوام ولري ولې دا لومړی  ځل وو، چې امریکايي ځواکونو له بهره په یوه شمېر ولایتونو کې هوايي بریدونه ترسره کړل.

افغان ولسمشر د اختر په لومړۍ  ورځ د امنیتي حالت د بدلون په هکله وویل چې یو پلان تر لاس لاندې لري چې په ۶ میاشتي کې  به وکړایشي  د هېواد حالت کابو او امنیتي وضعیت سم کړي.

خو تراوسه پوري داسې نه ښکاري چې یوازي د یوه پلان پر مټ دي روان حالت سم شي، د یو شمېر نظامي کارپوهانو له نظره باید په امنیتي سکتور کې د مسلکي او باتجربه کسانو په ګمارنه او ښه مدیریت باندې خلاوې ډکې او د جګړې مدیریت په ښه توګه سره تنظیم او ترسره شي ترڅو حالت بهبود پیدا کړي

Comments are closed.