The news is by your side.

د نواز او محب دیدن، پاکستاني رقبیان لمبه کړل

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان او محب هیڅ ښې خاطرې نه سره لري په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان له لوري پر محب او محب پر پاکستان سخت لفظي ګذارونه کړي او پاکستان له هغه سره هر رنګه رسمي چارې بندي کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره په برتانیا کې  لیدلي او د افغانستان پر مسله یې او د پاکستان پر رول يې یو له بل سره خبرې کړې دي.

چې له امله يې اوس مهال د واکمن ګوند تحریک انصاف د یو شمېر مشرانو له لوري د دې لیدنې په هکله غبرګون ښودلی او دا یې سم کار نه دی بللی خو د نواز شریف لور مریم نواز بیا د دې لیدنې ننګه کړې ده.

د دې لیدنې په هکله د پاکستان د دولت د رسنیو د برخې د اطلاعاتو وزیر فواد چودري کلک غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د نواز شریف بهر ته لیږل ځکه خطرناک وو، چې د خپل هېواد پر ضد به نړیوالو دسیسو کې د مرستې سبب شي.

هغه ویلي په افغانستان کې د هندي استخباراتو را له تر ټولو لوی ملګري حمدالله محب سره د نواز شریف لیددل دهمدې عمل دسیسې یو ښکاره مثال دی، ده زیاته کړې مودي محب یا امرالله صالح هر د پاکستان دښمن د نواز ملګری دی.

د پاکستان د مرکزي بشري حقونو کمیسون مشرۍ شرین مزاري هم د دې لیدنې  په هکله غبرګون ښودلی او نواز شریف يې تورن کړی چې د هېواد پر ځای خپلې شخصي ګټې په نظر کې نیسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په ننګرهار ولایت کې پاکستان په بیلابیلو نومونو نومولی او افغانستان کې يې د څلویښت کلنې جګړې په ملاتړ تورن کړی وو، محب پاکستان ته فاحشه خانه هم ویلي وو، چې پاکستانیان له دې امله زیات خواشیني دي.

د پاکستان د مملکت وزیر شهریار اپریدي هم د نواز او محب پر لیدنې کلک غبرګون ښودلی او زیاته کړې يې ده چې له دې څخه څرګندیږي چې نواز شریف د پاکستان له دښمنانو سره اړیکې لري.

خو د نواز شریف لور مریم نواز بیا د دې لیدنې ننګه کړې او ویلي يې دي چې د نواز شریف نظریه له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله يېزه فضا کې اوسیدل دي

Comments are closed.