امریکا، اروپا او بریتانیا افغانستان د موقت حکومت جوړښت بیان کړ
خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو او طالبانو له لوري د پرمختګ او جګړې د چمتوالي په هکله زیاتې اندېښنې موجودي دي او اوس امریکا بریتانیا او اروپا د افغانستان په هکله ګډ مهم تصمیم نیولی.
د افغانسستان په هکله د امریکا، اروپا او بریتانیا استازو له افغان دولت او طالبانو غوښتي چې د افغانستان د راتلوونکې په هکله یوه نهايي توافق ته تر رسیدلو وړاندې دوی باید د یوا سراسري اوربند او یوه ټولشموله انتقالي حکومت د جوړیدلو لپاره لاس په کارشي او پر دې اساساتو هوکړه وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي سهیل شاهین هم په دې وروستیو کې د افغانستان سوله یوازي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په استعفا کې بللې او د هغه د ګوښه کیدلو غوښټنه یې کړې.
په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې دا لومړی ځل دی چې په ښکاره ډول سره افغانستان کې د موقت انتقالي دولت د رامنځ ته کیدلو په صورت کې سوله او ارامي وینې خو پوښتنه داده چې ولې يې دا غوښتنه کړې؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا، اروپا او برتانیا ځانګړو استازو په روم کې غونډه کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې افغانستان کې باید لومړی سراسري اوربند او بیا انتقالي حکومت جوړ شي.
دوی د انتقالي حکومت د اډانې لپاره څو شرایط په ګوته کړي ۱ پراخ بنسټه وي ۲ د مشرتابه لپاره باید د خلکو د انتخاب حق پکي خوند وي، ۳ د ښځو او لږکیو او ځوانانو د حقونو په ګډون باید بشري حقونه پکي خوندي ۴ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره ژمنه باید ولري او د افغانستان خاوره به د ترهه ګرو په ټنځایونو بیا نه بدلیږي، ۵ په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین په شمول باید نړیوالو تهداتو ته ژمن پاتي شي.
تراوسه پوري نه هم طالبانو او نه هم افغان دولت په دې هکله کوم غبرګون ښودلی خو تازه سهیل شاهین د اشرف غني استعفا غوښتې او همدا رنګه ولسمشر غني موده مخکې د فرصت او خطر شېبې تر نامه لاندې خپله مقاله کې تمایل ښودلی وو، چې که ښايي له خپل موقفه په شا شي
Comments are closed.