The news is by your side.

شاهین؛ غني تقلبي ولسمشر دی

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي چې اشرف غني د حکومت د مشر په توګه هېڅ مشروعیت نلري او د کومو ټاکنو ادعا چې کوي هم نو هغه یې هم له‌ درغليو ډکې‌ وې.

دغه طالب په پخپله وروستۍ مرکه کې ويلي دي چې بايد ولسمشر غني استعفا ورکړي او چارې يوه موقت حکومت ته چې د طالبانو او نورو جهتونو د خبرو په پایله کې رامنځته شوی وي وسپاري.

شاهين وايي چې په دې صورت کې چې ولسمشر غني استعفا وکړي، او چارې يوه د توافق په صورت کې رامنځته شوي انتقالي حکومت ته وسپارل شي نو دوی تيار دي چې اوربند اعلان کړي.

د شاهین ددې خبرو په وړاندې د افغان ټولنې يوه برخه سخت مخالفت ښيي او وايي چې د ولسمشر غني استعفا به د تېر تاریخ د تکرار سبب شي، خو بله ډله افغانان بيا استدلال کوي چې اشرف غني پخپل ځان پخپله تاریخ تکراروي، ځکه تر هغه پورې واک نه پرېږدئ چې ورباندې ټولې لارې نه وي بندې او بيا هېڅ فرصت نلري.

خو د افغانانو یوه پراخه برخه په دې مسله کې بيا په طالبانو نیوکه کوي او وايي چې طالبان د واک د انتقال لپاره هېڅ ډول طرحه نلري بلکې غواړي چې اشرف غني بدون له هېڅ پروګرام څخه استعفا ورکړي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې په دې ډول د اشرف غني استعفا به ددې سبب شي چې په هېواد کې د واک او کنټرول تشيال رامنځته شي او د طالبانو له لوري د هېواد اشغال اسانه شي.

پوهان د اشرف غني دا ډول استعفا د هېواد په زبان بولي او وايي چې دا ډول کار به صرف ددې سبب شي چې دښمن ګاونډي د حالاتو څخه په پراخ لاس استفاده وکړي او افغانستان چور او تالان کړي او يو ځل بيا کابل وسوزوي.

ماهرين سپارښتنه کوي چې حکومت سياسیون او خلک متحد کړي، د طالبانو سره په پوره استدلال خبرې وکړي خبرې د خلکو سره شريکې کړي او خلکو ته واضح کړي چې حکومت د قربانۍ لپاره هم تیار دی او اوس نو پریکړه د طالبانو ده.

Comments are closed.