The news is by your side.

د اتریش صدراعظم د افغانانو په وړاندې تونده ژبه وکاروله

خبريال وېبپاڼه:د اتریش صدراعظم د افغانانو په وړاندې توندې خبرې وکړې،  د بهرنيو رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ په اتريش کې یوه افغان يو پوليس زخمي کړی دی، د اتريش صدراعظم کروز پخپلو څرګندونو کې پر افغانانو زړه تش کړ او ويې ويل چې دا ډول کړنې ددې سبب کېږي چې دوی افغانان له یوه سره ډيپورټ کړي.

د اتریش صدراعظم وړاندې پخپلو خبرو کې ويلي دي چې انسانان د افغانانو له ډاره دوی ته ورځي چې حکومت یې ورڅخه وساتی، دا هغه څه دي چې په اتريش کې اصلا د منلو وړ نه دي.

کروز زياته کړه چې افغان کډوال قانون ته هېڅ د درناوی نلري، ده وويل: نو قوانین مراعات کوي او نو مو ارزښتونه مني.

په دې وروستيو کې افغان کډوالو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې داسې کړنې ترسره کړي دي چې د‌يوې خوا‌ د ډيپورټ سره مخ شوي دي او د بلې خوا بيا د افغانانو عمومي هويت ته یې هم زيان رسولی دی.

تېره اونۍ په ترکیه کې يوه افغان کډوال هڅه وکړه چې په یوه نجلۍ تېری وکړي خو ترکي نجلۍ په ډېره سختۍ ځان ورڅخه خلاص کړ.

نه يوازې دا چې د ځينو دا ډول ناوړه افغانانو دا ډول وحشي او زړه بوږنوونکې کارونه د ترسره کوونکو لپاره ناوړه پايلې لري بلکې په ټوله نړۍ کې د بې ګناه او معصومو افغانانو لپاره هم ستونزې راپيدا کوي، ډېر وخت ددې ډول کسانو له لوري داسې ستونزې راپیدا شي چې نور په هغه هېواد چې بيا عام افغان هم نه وي خوندي.

څو کاله وړاندې د ترکیې په استانبول ښار یوه افغان د یوه ترکي سره جنجال وکړ چې په پايله کې یې په هغه سيمه کې لویه ستونزه راپيدا شوه، په هغه سيمه کې به چې ترکانو کوم افغان ليده نو سمدلاسه به یې په ډليز ډول وهلو او ډبولو.

 

Comments are closed.

koi finance