The news is by your side.

ایمل ولي خان: طالبان د جهاد په نامه بې ګناه افغانان وژني

خبریال ویب پاڼه/ د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان یوځل بیا د پاکستان او طالبانو پر ضد خوله خلاصه کړې او د وروستیو خونړیو بریدونو او جګړو په هکله يې غبرګون ښودلی.

ولي خان ویلي طالبان طالبان د جهاد تر نامه لاندې بې ګناه افغانان وژني خو په پاکستان کې يې ورته پلویان د دغو وژنو جشنونه جوړوي او دې ته د فتوحاتو نوم ورکوي.

د عوامي نیشنل ایالتي مشر ایمل ولي خان د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې ویلي تاریخ به دوی ونه بخښي او افغانان حق لري چې دوی ونه بخښي.

ایمل ولي خان تر دې وړاندې هم د افغان جګړې په هکله ورته خبرې کړې او د افغانستان مقابل کې يې د پاکستان له ناسمه سیاسته انتقاد کړی او تل يې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې له مسؤلانه چلنده کار واخلي او هلته د جګړې ملاتړ ونه کړي.

د ولي  خان ترڅنګ پښتانه او یو شمېر نور پاکستاني سیاسون هم همدا غوښتنه لري  له خپله دولته يې غوښتي چې باید د افغانستان په وړاندې خپله پخوانۍ پالیسي تغیر کړي او نور په دې هېواد کې د طالبانو او جګړې له ملاتړه لاس واخلي.

روان وضعیت

که څه هم تر نورو ورځو اوس په نسبي ډول د اختر د ورځې را په دې خو حالت ښه شوی خو اوس هم په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي  او په ګڼو ولایتونو کې د دې سره سره چې په دې جګړو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودلو ته اړې شوې، خو د وضعیت کابو کولو لپاره نه دولت مسؤلانه چلند کړی او نه هم طالبانو جګړې کرارې کړې دي.

د پاکستان رول

په کور دننه په سیمه ییزه او نړیواله کچه پر پآکستان انتقادونه کیږي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته بیايي خو پاکستان په یوازي سر نړۍ ته چلنج دی چې تاسو کوم څه وایاست هغه موږ نه کوو، خو په اصل کې همدا هېواد په سیمه کې د ترهه ګرۍ تر ټولو ستره مرجع ده، هلته  د دې هېواد تر ولکې لاندې سیمو کې ترهه روزل کیږي تجهیز کیږي او بیا جګړو ته لیږل کیږي

Comments are closed.