The news is by your side.

امریکا ته د تلوونکو افغانان لپاره د بایډن ځانګړې ډالۍ اعلان شوه

خبریال ویب پاڼه/ امریکا په دې وروستیو کې د افغان میرمنو په ګډون زرګونه افغانانو ته د مهاجرت ویزې ورکړې او او ګڼ شمېر افغان ژباړونکي چې له امریکايي ځواکونو سره يې دندې ترسره کړې وې امریکا ته غوښتي.

بایډن اوس په یوه تازه اقدام  د دوه فرمانونو پر مټ له افغان کډوالو او همدارنګه هغه افغانان چې امریکا ته مهاجرت کوي  درې سوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي او په دې برخه کې مصرف کیږي

بایډن په ټوله کې لومړیتوب امریکا ته د تلوونکو افغان مهاجرو په کور دننه افغانستان  د بې ځایه شویو، د جګړې د قربانیانو او په دې برخه کې د نورو چارو د مصارفو لپاره دا پیسې منظورې کړې دي.

د امریکا ولسمشر وروسته له دې چې دا فرمانونه توشیخ کړي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټه ټلیفون کړی او پر روان وضعیت يې ورسره خبرې کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له جو بایډن سره له ټلیفوني  خبرو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي چې د امریکا ولسمشر بایډن د اقتصادي او ډیپلو ماټیک ملاتړ د دوام په هکله ډاډ ورکړی او د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه يې یو ځ بیا کړې ده.

د سپینۍ ماڼۍ تازه بیان ویلي چې په افغانستان د ښځو او لږ کیو د ملاتړ په هکله د دوی ژمنې او مرستې دوام لري اوامریکا له افغانستان سره پآتي ده، بیان زیاتوي د افغان ځواکونو څخه د دې هېواد ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته یو ژمنه ده او د تاید لپاره اوس کانګرس ته استول شوې ده.

په دې وروستیو کې کله افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته سفر وکړ د امریکا پاملرنه تر پخوا افغانستان ته زیاته شوې او تیره ورځ يې له الوتکو د افغان ځواکونو پر ملاتړ په کندهار هلمند او نورو ولایتونو کې پر طالبانو باندې هوايي بریدونه وکړل دا لومړی ځل دی چې امریکايي ځواکونه له بهر څخه د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلوالو طالبانو باندې هوايي بریدونه کوي، وسلوالو طالبانو یو ځل بیا دې بریدونو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې دوی دا بریدونه غندي او دا په ښکاره ډول سره د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده چې ښه کار نه دی

Comments are closed.