The news is by your side.

امريکا د طالبانو په وړاندې تازه اقدام وکړ

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې طالبان د امريکا له لوري ورکړل شوی فرصت ورو ورو له لاسه ورکوي او د حکومت تسليمی غواړي تازه د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر د افغان حکومت له مشر ډاکټر غني سره ژمنه کړې ده چې د افغان دفاعی ځواکونو مالي ملاتړ ته به دوام ورکوي.

مالي ملاتړ ترټولو مهمه مسله ده چې په دې برخه کې افغان حکومت له نړيوالو څخه مرسته غواړي، تر دې وړاندې هم افغان چارواکو په بار بار ويلي و چې دوی له ډیرې زياتې مودې وړاندې ټوله جګړه پخپل لاس کې اخیستې ده او بهرنیو ځواکونو ورسره صرف د مشورې په حده کې محدوده همکاري درلوده.

نو عمليات پخوا هم افغان پوځيانو کول، اوس يې هم کوي او له دې وروسته به يې هم کوي، ترټولو مهمه مسله داده چې د افغان ځواکونو د سمبالښت لپاره ددوی لپاره د وسلو او معاشاتو لپاره بوديجه شتون ولري.

اوس تازه يو ځل بيا د امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت سره ژمنه کړې ده چې په مالي ډول به د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي، د بل لوري افغان حکومت د خپلو نورو متحدینو څخه هم د‌ مالي مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

امریکا نه یوازې په مالي ډول د افغان هوايي ځواک ملاتړ کوي بلکې په عملي ډول يې هم د طالبانو په وړاندې بمبارۍ پيل کړې دي، په داسې حال کې چې طالبان دا بمبارۍ د دوحې د تړون مخالفت بولي مګر پخپله د ولسواليو نيول د ښارونو په مرکزونو د بريد هڅې او د جګړې زياتوالی چې دی هغه بيا ددوحې د تړون مخالف نه بولي.

نړيوال يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو د نظامي ورانکاريو او د حکومت د له منځه وړلو د بار د پورته کولو، د میلیونو کډوالو د مدیریت کولو وس نلري نو خامخا به د طالبانو په وړاندې درېږي او د افغان حکومت ملاتړ به کوي.

Comments are closed.

koi finance