د طالبانو له لوري په لويو ښارونو د برید په هکله مهم بيان
خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر غړي خيرالله خيرخواه د ايران د پرېس وي وي سره پخپله مرکه کې په افغانستان کې د خپلو راتلونکو پلانونو په هکله خبرې کړې دي.
خیرخواه په دې مرکه کې په ښارونو د حملو په برخه کې وايي د اوس لپاره کوم پلان نلري چې په ښارونو حمله وکړي خو زياتوي چې دوی په دې برخه کې لومړی غواړي د ښارونو د مخورو او خلکو سره يو توافق ته ورسیږي او وروسته وګوري چې څه کوي ترڅو تلفات زيات پېښ نشي.
تر دې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر بل غړي مولوي متقي ويلي و چې په لويو ښارونو باندې د بريد پلان نلري، خو بايد د حکومت پوځیان په سوله ايز ډول د لويو ښارونو امنیتي چارې طالب وسله والو ته وسپاري.
طالبان په دې وروستيو کې په دې هکله پراخ پروپاګند کوي چې عسکر ددوی سره يوځای کېږي، او ډېری سيمې یې په سوله ايز ډول نيولې دي، خو حقيقت هم داسې ندی لکه څنګه چې دوی وايي، ډېري پوستې چې تسليم شوې دي نو له دې کبله تسليم شوې چې دوی په شپو ورځو محاصره کړې وي او که تسليم نشي نو وژني يې او عسکرو هيله د مرکزي حکومت څخه شکېدلي وي چې مرسته نه ورته راځي.
طالبان افغان حکومت ته وايي چې نور بايد دا ادبيات ونه کاروي چې طالبان دوی ته تسليم شي، د بل لوري دا پخپله اوس افغان حکومت او پوځیانو ته یې وايي چې تسليم شي.
په لويو ښارونو هر ډول بريد به ستر تلفات ولري، حکومت به هم د لويو ښارونو په وړاندې داسې دريځ ونلري لکه په ولسواليو پسې، بلکې طالبان به د سخت مقاومت سره مخ شي، طالبان به پخپل هدف کې بريالي نشي خو ملکي تلفات به زيات وي او ښارونو ته به زيان ورسېږي، په ښارونو بريد به د طالبانو په وړاندې عمومي او نړيوال نفرت زيات کړي او ددې ډلې عمر به کم کړي.
لږ تر لږه د سياسي روغې جوړې لپاره نور بايد طالبان خپله تګلاره ، خپله پاليسي خپله طرحه د حکومت او خلکو سره شريکه کړي، که دوي د حکومت سره شريکه کړې وي بايد د خلکو سره یې هم شریکه کړي چې خلک پوه شي چې په حقيقت کې د چا په اوړو کې شګه ده، داسې يو ناڅاپي بدون له هېڅ پلان څخه استعفا غوښتل به هېڅ ستونزه حل نکړي.
Comments are closed.